The news is by your side.

جوبايډن د‌ سپينې ماڼۍ د ټويټر څخه لومړی څوک تعقيب کړل؟

خبريال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې ټویټر د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اکونټ صفر کړ اوس ددې هېواد د ولسمشرۍ د مقام رسمي ټویټر د جوبایډن لاس ته ولوېد، جوبایډن چې اوس د امريکا ۴۶ ولسمشر دی سمدلاسه د ځينو نېږدې مامورینو خو د یو متفاوت کس تعقیب کول پیل کړئ.

د امریکا په ټاکنو کې د ټويټر مداخله او يا هم مطرح کېدل تر بل هرڅه زيات و، ټویټر د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اکونټ وتاړه او هغه یې د خپلو قوانينو په ماتولو تورن کړ، ډونالډ ټرمپ هم ټویټر د بيان د ازادۍ خلاف وباله او ویې ويل چې غواړي دی خاموش کړي.

ډونالډ ټرمپ يوازې د ټويټر سره په جنجال وانه وښت، بلکې د فېسبوک سره یې هم ورانه شوه ځکه فېسبوک هم دی بلاک کړ او دده اکونټ یې بند کړ، له دې وروسته ډونالډ ټرمپ په یوه بل ټویټر ورته اپليکېشن کې حساب خلاص کړ د هغه هاسټ د امازون کمپنۍ پرېښود او ورپسې اپل سټور هم پسې لرې کړ.

په داسې حال کې چې ټویټر د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اکونټ وتاړه خو د جوبایډن د اکونټ لپاره یې بيا تبليغات پيل کړي دي، په ډېری هېوادونو کې اوس په ټويټر کې دا خبر اوتومات خلکو ور وړاندې کېږي چې سپينه ماڼۍ اوس يو نوی حساب لري، دا ټویټر پخپله کوی او ډېر شوق لري چې خلک د سپینې ماڼۍ نوی حساب تعقيب کړي.

خو ددې هرڅه هخوا جوبایډن د خپل نوي حساب د پرانيستلو وروسته خپلې نېږدې همکاران تعقيب کړل، په دوی کې بيا يو کس داسې و چې نه خو د جوبایډن نېږدې ملګری او نه یې همکا دی، خو بيا هم جوبایډن د خپلو محدودو څارونکو کسانو په لیست راوستلی دی او تعقيب کوي یې.

جوبايډن د خپل نوي حساب څخه يوه مشهوره ماډله کريس تيګن هم تعقيب کوی، کريس لومړۍ مېرمن ده چې جوبایډن یې د سپینې مانۍ څخه بهر تعقيبوي، مطلب دا چې جوبایډن د خپل نوي حساب څخه هغه کسان تعقيب کړي چې دده سره په دفتر کې کار کوي دا ټول کسان دولس کسان دي، خو په همدې کسانو نوموړې یوازینۍ کس ده چې په سپینه ماڼۍ کې کومه دنده هم نلري او جوبايډن یې په ټویټر کې تعقيب کوي.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په حساب کې تر ۸۸ ميليونو زيات تعقيب کوونکي درلودل چې ټویټر لومړی هغه حساب بند کړ او وروسته یې بېخی صفر کړ.

ډونالډ ټرمپ به خپل ټول فعالیت د ټویټر څخه اعلان کولو او په مېډیا ېې باور نه درلود، ټرمپ به ويل چې مېډيا د امريکا د خلکو لپاره کار نکوي بلکې د نورو کسانو لپاره کار کوي.

خو ټوېټر بيا د جوبایډن سره دومره بې علاقې نه دی څومره چې د ډونالډ ټرمپ سره و، ټویټر سمدستي پخپله د سپینې ماڼۍ د نوي حساب د تعقيب کوونکو د زياتولو لپاره تبليغات پيل کړي او هر حساب ته وړانديز کوي چې د سپینې ماڼۍ نوی حساب تعقيب کړي.

تراوسه پورې جوبایډن د خپل ټویټر له لارې خپل نېږدې همکاران تعقيب کوي په دې د سپينې ماڼۍ ویاند او نور نېږدې همکاران شامل دي، خو ښکاري داسې چې د ټویټر د اهميت په پوهېدو سره به جوبایډن هم د ټويټر له لارې خپل نور سيالان او دوستان تعقيب کړي، د اوس لپاره د جوبایډن د ټويټر حساب نوی دی نه‌ ډېر خلک هغه تعقيب کوي او نه هم دی زيات خلک تعقیب کوي.

 

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.