fbpx

زما د قام لونګۍ؛ خو دومره بې ارزښته نه وه

چې دستار تړي هزار دي

د دستار سړي په شمار دي

خوشحال خان بابا

لونګۍ، پګړۍ، لنګوټه او ځینې يې شمله هم بولي؛ په افغانستان کې لومړی د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم سنت او بیا د افغانانو ډېر پخوانی ملي دود هم ګڼل کېږي.

لونګۍ د افغانستان په شمول د منځنۍ اسیا په ډیرو هیوادنو لکه پاکستان، هندوستان، ایران، تاجکستان او همداسې د نړۍ په نورو هیوادونو کې په سرول کېږي؛ خو توپیر یې په دې کې دی چې د نورې نړۍ یوه ډله خلک یې د زینت لپاره په سر کوي او مونږ افغانان یې د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم سنت، زینت او منل شوي ملي دود په پار په سر کوو.

د لونګۍ دود په افغانستان کې زرګونه کالونه مخینه لري؛ دا چې لونګۍ په افغانانو کې د عزت او وقار څیز دی نو اکثره وخت چې پښتانه خپل مشر ټاکې نو بیا هغه کس ته لونګۍ ور په سر کوي.

مګر په دې اخیره کې زمونږ په ټولنه کې داسې دود رواج شوی چې نږدې په هره غونډه کې ځینو ځانګړو مېلمنو ته په خولۍ تړل شوې لونګۍ د ډالۍ په ډول ورکول کېږي؛ دا کار په دې خاطر کېږی چې د مېلمنو معنوي ستاینه او قدرداني وشي.

اوس پوښتنه راولاړیږي چې ولې د لونګۍ عزت کم رنګه شوی دی؟

اول دلیل:

په دې اخیرو وختونو کې دا کار دومره عام شو چې ان بهرنیانو، ښځو او د افغانیت، اسلامیت ضدو اشخاصو ته هم په غونډو کې د عزت په پار لونګۍ د ډالۍ په ډول ورکړل شوې دي؛ چې دې کارونو د لونګۍ ملي دود ډېر کم رنګه کړی دی، ځکه چې د پښتنو  کلتور کې چې یو څوک په چا د مشرۍ باور لري نو لونګۍ ور په سر کوي نه دا چې ورڅخه نفرت لري او لونګۍ ور په سر کړي.

یوه ملګري مې راته کیسه کوله:

ویل یې: مونږ بهرنیانو سره کار کاوه، یوه ورځ مو غونډه ترتیب کړې وه؛ په دې غونډه کې مو یوه بهرني کس ته لونګۍ ورپه سر کړه، په سبا مې چې کتل هغه لونګۍ کثافت داني کې پرته وه.

دوهم دلیل:

چې د لونګۍ وقار یې کم رنګه کړی دی د ځینو مغرضو کړیو په مستقیم او غیر مستقیم ډول د پردې تر شا لګیا دي چې د لونګۍ عزت او وقار د خلکو په وړاندې سپک وښيي چې ښه مثال يې د فاریاب ملا لنډی دی.

دریېم دلیل:

هر چاته د لونګۍ ډالۍ ده، په اکثریتو غونډو کې چې ما لیدلې دي داسې یو چا ته لونګۍ د ډالۍ په ډول ورکول کېږي چې د هغه کس خبرې ته هیڅوک د درنښت په قایل نه دي.

څلورم دلیل:

د هر ډول غونډو په اخیره کې لونګۍ ویشل؛ دا چې په افغانستان پارلماني ټاکنې کمپاینونه شروع دي، نوماندان صاحبان د دې په ځای چې خلکو ته سیاسي کړنلارې وړاندې کړي تر څو خلک یې ملاتړ وکړي دوی عام وګړو ته ډالۍ ورکوي؛ اکثریته یې بې کیفیته لونګۍ دي.

پنځم دلیل:

بې کیفیته لونګۍ؛ اکثره خلکو ته چې ډالۍ کې لونګۍ ورکول کیږي کیفیت یې  ډېر ټیټ وي، د دغې لونګۍ قیمت له درې سوه افغانیو څخه زیات نه دى، د ډالۍ اخیستونکی چې کور ته لاړ شي نو د لونګۍ د کور په کوم کونج کې وغورځوي، یا يې بل کس ته د ډالۍ کولو څخه بله لار نه وي ورپاتې.

اوس مونږ ته څه کول په کار دي؛ چې د لونګۍ ملي ارزښت برقرار وساتل شي؟

لومړی خو باید هغو کسانو ته لونګۍ د ډالۍ په ډول ورنکړل شي چې په ارزښت یې نه پوهیږي.

دوهم باید په معیاري ډول د قومي مشر، عالمانو او د عامو خلکو د لونګۍ تر منځ توپیر وشي؛ چې ټولو ته د منلو وړ وي.

دريېم حکومت باید هغو کسانو ته چې حکومت کې دندې لري او لونګۍ به سر کوي د لونګۍ یو ځانګړى ډول ډیزاین او ثبت کړي؛ چې دغه کسان یې په هره رسمي غونډه کې په سر کړي.

څلورم د لونګۍ لپاره ځانګړې ورځ ټاکل دي، چې په هغه ورځ فرهنګیان سره راغونډ شي او غونډې جوړې کړي، تر څو عام خلک د لونګۍ په ارزښت خبر کړي. که څه هم په دې اخیره کې يوه ډله ځوانانو په کابل کې اتم د اکتوبر د لونګۍ نړیوالې ورځې لپاره ځانګړې کړې ده؛ له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۸ پورې ولمانځله خو څرنګه چې پکار ده، هغسې نه ده لمانځل شوې. دغه ورځ باید په ملي او نړیواله سطحه ولمانځل شي.

پنځم چې تر پورتنیو ټولو څخه مهمه ده د لونګۍ ور په سرکولو لپاره باید یو منل شوی معیار وټاکل شي. معنا دا چې یو څوک چې چا ته لونګۍ ور په سر کوي، بايد کومې ځانګرتیاوي ولري.

که په پورتنیو څلورو لارښوونو باندې عمل وشي، دې سره به د لونګۍ ملي وقار برقرار وساتل شي.

ليکوال : حبيب الرحمان غازي زوى

………………….

ليکنې د ليکوالو خپل نظر دى. تاسو هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې او ژباړې د خپراوي لپاره راولېږئ. خپلې ليکنې او ژباړې راته په دې برېښناليک khabarialweb@gmail.com راولېږئ.