The news is by your side.

په غلا تورنې ښځې د خلکو په وړاندې حيرانونکی کار وکړ

خبريال وېبپاڼه/ د غلو چلونه به مو ډېر ليدلي وي، ځينې وخت ان ځینې غله داسې يو کار کوي چې سړی پخپله سمدلاسه د خپل مال او حال څخه ورتېرېږي، همداسې يوه پېښه پرون د ترکیې هېواد په استنبول ښار کې رامنځته شوې ده.

د ترکیې هېواد د استنبول ښار په اوجه لر سيمه کې يوه دوکاندار وروسته له هغه ددوه مېرمنو ته تعقيب پيل کړ کله يې چې وليدل په دخل کې يې پيسې کمې شوې دي.

دا دواړه مېرمنې يوه دوکان ته ورغلې دي او هلته یې سودا اخيستې، کله چې دوکاندار دوی ته د ټولې سودا حساب ورکړی دی نو دوی دواړه ويلي چې پیښمانه شوې دي او نه غواړي څه واخلي، له دې سره سم دا دواړه مېرمنې له دوکان څخه بهر شوې دي او خپله لاره یې نيولې ده.

خو دوکاندار چې کله ددوی له تګ وروسته خپل دخل ګوري نو ويني چې پيسې کمې شوې دي، سمدلاسه پوليسو ته زنګ وهي او په مېرمنو پسې منډه کوي او دوی رانیسي.

دواړه مېرمنې چې کله د دوکاندار خبرې اوري چې په دوی باندې د غلا تور لګوي نو داسې يو کار کوی چې دوکاندار هم حیرانېژی او فوراً د خپل خبرې په شاه کېږي.

کله چې دوکاندار دې مېرمنو ته وويل چې دده له دوکان څخه يې پيسې اخيستې دي نو دواړو مېرمنو يو ځل د خپلو جامو په بهر کولو پيل وکړ، دوی دواړو دوکاندار ته ویل چې وګوره زموژ سره هېڅ پيسې نشته دي.

دوکاندار چې کاله حال وليد چې دوی جامې وباسي نو ورڅخه هيله يې وکړه چې لطفاً خپلې جامې مه باسئ خپل کالي واغوندئ، کله چې دوی جامې واغوستې او دوکاندار ورته وويل چې په نورمال ډول صرف ددوی تلاشي غواړي نو دواړو بيا جامې ووېستې، په دې سره دوکاندار دواړو ته وويل چې بس خپلې پيسې نه غواړي او نه په دوی تور لګوي چې دوی يې پيسې اخيستې دي.

د سیمې د يوه دوکان د کامرو له لوري ثبت شوې ویډو کې ښکاري چې سیمې ته د پوليسو له رسېدو سره دوی بيا جامې وباسي، خو کله چې دوکاندار پوليسو ته وايي چې د خپل شکایت څخه په شاه کېږي نو وروسته دوی خپلې جامې بېرته اغوندي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.