fbpx

انوارالحق احدي د سیاسي ګوندونو له ائتلافه بېل شو

انوارالحق احدي چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته احتمالي نوماند هم دی، د «نوې ملي جبهه» په نوم سیاسي حرکت هم لري.

د دې جبهې ویاند سید جواد حسیني د  سیاسي ګوندونو له ډلې د جلا کېدو علت د نظام پر بدلون د هغوی هوکړه بللې ده.

هغه نن خبري غونډې ته وویل په تېره بیا د صدارت چوکۍ جوړول، د دریو مرستیالانو رامنځته کول او پر غیر متمرکز حکومت ټینګار، یوه نسبتاً پراخه فکري فاصله را پيدا کړه.

د سیاسي ګوندونو ډلې تېره ورځ وویل، چې دوی د نظام د بدلون لپاره طرحه تیاره کړې او د ولسمشرۍ له احتمالي نوماندانو سره پرې پر چنو بوخت دي.

سید جواد حسیني وویل، ولسشمریزې ټاکنې باید له اساسي قانون سره سمې وشي، په وینا يې موږ نه شو کولی چې د قانون د تعدیل لپاره تر جرګې وړاندې د جوړښت د بدلون ژمنه وکړو.

د لوی ملي ائتلاف غړی محمد ناطقي وايي چې دوی اوس پر طرحه کار کوي او مشخص نوماند يې لا هم نه دی غوره کړی.

جمعیت اسلامي چې د دې ائتلاف غړی دی، د انوارالحق احدي د جلا کېدو په اړه وايي چې دا په سیاسي نړۍ کې عادي چاره ده، خو دوی خپله طرحه برابروي.

 

کندهار څانګه