fbpx

نن په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړیږي

نن جمعه په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په وینا پیلېږي.

د راپونو په اساس طالبان به په دې غونډه کې خپل دریځ بیان کړي خو له کوم لوري سره به خبرې ونه کړي.

ظاهراً افغانستان دې غونډې ته چندان اهمیت نه دی ورکړی او د سولې د عالي شورا یو څلور کسیز پلاوی یې وراستولی چې د دې شورا رييس هم په هغه کې شامل نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او هند، مخکې ویلي وو چې د مسکو په غونډه کې به ګډون ونه کړي، وروسته وویل چې استازي به ورولېږي.

امریکا ویلي چې استازی به یې د مسکو په غونډه کې د څارونکي په توګه ګډون وکړي.

ایران، پاکستان، چین او د منځنۍ اسیا هیوادونو هم ویلي چې استازي به یې د مسکو په کنفرانس کې ګډون وکړي.

یاده ده وي چې دا یو ورځینۍ غونډه سمبولیک اهمیت لري، په تېره بیا د طالبانو لپاره مهمه غونډ‌ه بلل کېږي ځکه چې د لومړي ځل لپاره به په یوه نړیوال فورم کې خپل نظرونه اعلان کړي.

کابل څانګه