The news is by your side.

ایډه: امریکا د افغانستان په اړه خپلسرې پرېکړه نه شي کولای

خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای آیډه وايي، چې افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې ډېر سخت پړاوونه تېر کړي، لاسته راوړنې لري او امریکا نه شي کولای چې هغه په اوبو لاهو کړي.

هغه په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې امریکا نه شي کولی د خپلو سرتېرو د ایستلو او یا له جګړې د ځان د خلاصولو لپاره هغه لاس ته راوړنې په افغانستان کې تر پښو لاندې کړي چې اروپايي ټولنه او نور هېوادونه د هغې لپاره افغانستان ته راغلي وو.

 نوموړی دغه راز وایي چې که امریکا دغه ډول اقداماتو ته ادامه ورکړي د اروپايي ټولنې له مخالفت سره به مخ شي او پرې به یې نه ږدي چې بې غوره پرېکړه وکړي.

 کای آیډه همدا راز وایي چې تر دې دمه په افغان سوله کې د ملګرو ملتونو رول دومره فعال نه دی، نو د یوې دایمي سولې او ثبات د رامنځ ته کېدو لپاره باید د افغانستان د سولې په مسئله کې ملګري ملتونه لا ډېر ښکېل شي او رول یې دې لا فعال شي.

 هغه تمه ښودلې چې امریکايي چارواکي له معقولو او روښانه لارو په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړي او سوله تامین کړي، ترڅو تېرې لاسته راوړنې خوندي ساتل شوې وي.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ولسمشر اشرف غني په یوه لیک کې غوښتي و چې نور د سولې پروسه یو طرفه کړي او ژر یوې پرېکړې ته ورسېږي، خو تر پرون یاد وزارت بیا ویلي چې افغانان دې د خپل سرنوشت په اړه پخپل پرېکړه وکړي.

دلته بیا جګړې زور اخیستی او هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي، عام افغانان سوله غواړي، هغه که د امریکا د طرحې پر اساس وي او که د افغان حکومت، خو چې ملي ګټې خوندي او جګړه ودرېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.