The news is by your side.

جلال اباد کې د اسلامي علماو نوې پرېکړې خلک خوشحاله کړي

خبريال وېبپاڼه- په افغانه تولنه کې حال داسې دی چې دين او رواجونه سره ګډ دي، ډېر وخت حتی داسې کېږي چې په دين باندې د رواجونو مسلې ته ترجيح ورکول او يا هم رواج ته د دين پوښ ور اغوستل کېږي.

دا پوښ بيا په بعضې مسايلو کې په ځانګړي ډول د غريبو خلکو لپاره دروند تمامېږي او داسې يو بار ته شاه ورکوي چې بيا یې وړلی نشي او سخت زيانونه ويني، دا ډول رواجونه ډېر دي چې د ولور، سقاط، خیرات او نورو نومونو اخيستلای شو.

تازه په دې مواردو کې د جلال اباد ښار د جوماتونو امامان او نور ديني عالمان سره يو شوي دي او په دې برخه کې یې په ګډه باندې يوه قاطع او غوڅه پرېکړه کړې ده.

په جلال اباد ښار کې علما او امامان په دې باندې سره سلا شوي دي چې له دې وروسته به په دې ښار کې سقاط نه وېشل کېږي او د مړي کورنۍ به مجبوره نه وي ددې لپاره په زرګونو افغانۍ مصرف کړي.

د امامانو او عالمانو په دې دوهمه پرېکړه کې بيا د خیرات مسلې ته پام شوی دی، ددوی له لوري د شوې پرېکړې په بنسټ هېڅوک نشي کولی د خيرات لپاره پيسې پور کړي او د پور په پيسو باندې خیرات وکړي.

ديني مخورو او پوهانو په دې ښار کې همداراز له خلکو څخه غوښتي دي چې د مړي په کور کې دې شپې ورځې نه تېروي د ډوډۍ لپاره دې هیڅوک د مړي په کور کې نه پاتې کېږي او هغه خلک چې د لرې ځايونو څخه راغلي وي د هغوی لپاره بايد ګاونډيان خواړه راوړي او د مړي د کور واله سره په دې ډول مرسته وکړي.

په ټولنيزو رسنيو کې که څه جلال اباد ښار د امامانو او عالمانو اندک مخالفين هم و او دا پریکړې یې ښې نه بللې خو د بل لوري بيا مطلق اکثریت خلکو ددې پرېکړو ملاتړ کړی و او زياته کړې یې وه چې د مړي په کور کې هغه ورځ هسې هم غم وي د خلکو د پاللو او یا په اقتصادي ډول د ډېرو خلکو خراب وضعيت ددې مناسب نه دی چې دومره نور خلک دې وپالي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.