The news is by your side.

د افغان سولې په هکله د ترکیې کنفرانس

خبریال ویبپاڼه/ د افغان جګړې د ختمولو اوپای ته رسولو لپاره په دې وروستیو کې کوښښونه خورا زیات سوي او کوښښ کیږي  چې د سولې لپاره طالبان او دولت پر یوه ټغر سره راټول کړي.

تازه ویل سوي چې ښايي د مارچ میاشتي په ۲۷ نېټه ترکیه کې د افغان سولې په هکله یو لوی کنفرانس جوړ سي چې ګډون وال به یې د نورو نړیوالو ترڅنګ افغان دولت او طالبان و اوسي.

تراوسه د دې کنفرانس په هکله ویل سوي چې د افغان دولت پلاوی به پکښي ګډون خو یو شمېر طالب سرچینو هم ویلي چې په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره چمتوالی نیسي.

د دې جوړیدونکي کنفرانس د محتوا په هکله نور مالومات نه دي خپاره سوي خو ترکيې هېواد ویلي چې افغانستان ورته مهم هېواد دی او غواړي چې هرڅومره ژر کیدلای سي د سولې او ټیکاو د رامنځ ته کیدلو لپارهر هڅه وکړي.

د ترکیې هېواد کنفرانس څومره مهم دی؟

که څه له تیرو کلونو راپه دې خوا د افغان سولې لپاره کنفرانسونه غونډې او ناستې ترسره سوې خو نتیجه يې تر اوسه صفر ده او د جګړې د دریدلو لپاره يې هیڅ هم نه دي کړي، خو اوس مهال چې د افغان سولې لپاره جدي هڅې پیل سوې تر ډیره بریده په موضوعاتو کې طالبان او افغان دولت منځلاریتوب ښيې ښايي چې د ترکيې کنفرانس مهم وي ځکه طالبان او افغان دولت د نورو نړیوالو استازو سره یوځای پکښي ګډون کوي او ښايي د افغان سولې لپاره یوڅه ترسره سي، خو کچیري دا کنفرانس هم نتیجه ورنکړي نو بیا له دې نه وروسته به د ډیری افغانانو بارو د سولې پر پروسه نور هم له منځه ولاړ سي ځکه اوس يې یوځل بیا هیلې پیدا سوې او د جګړې د ختم لپاره انتظار باسي خو دا  ویره ه ورسره ده که د سولې خبرې نتیجه ورنکړي نو لیري نه ده چې د جګړې ډګر به نور هم تودیږي او زیان به یې یوازي عامو افغانانو ته رسیږي اوس هم په ورځني ډول د کابل په ګډون د افغانستان په زیات شمېر ولایتونو کې امنیتي پیښي رامنځ ته کیږي چې خلک يې اندېښمن کړي او غوښتنه کوي چې د جګړې ښکېلې غاړې دي د جګړې دریدلو لپاره یوه لاره و سنجوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance