The news is by your side.

امریکایي سناتوران: لاهم پر طالبانو باور نلري

خبریال ویبپاڼه/ په دې  وروستیو کې که څه هم د سولې اړوند هڅې زیاتې سوې ترڅو د افغانستان اوسنۍ شل کلنه جګړه پای ته ورسوي خو په امرکیا کور دننه کې اوس هم داسې باورونه دي چې پر طالبانو باید باور ونه سي.

هغوی د مي تر میاشتي د امریکایي سرتیرو وتلو ته په غبرګون کې ویلي چې باید د مي میاشت کې لاهم امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتي او ونه وزي.

د امریکا د سنامجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر باب مندیز په خپلو تازه څرګندونو کې له افغانستان څخه د سرتیرو د وتلو په غبرګون کې ویلي چې د سرتیرو ایستل باید وځنډول سي ځکه چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د سولې هوکړې ته وفاداره نه دي، د هغه په وینا ځکه نو باید د سرتیرو ایستلو کې بیړه ونه سي.

ښاغلي مندیز طالبانو تورن کړل چې لاهم د نورو تروریستي ډلو ترڅنګ له القاعده سره پراخې اړیکي لري او داسې ګمان کیږي چې  د امریکايي سرتیرو له وتلو وروسته به دا ډله نوره هم خطرناکه سي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې طالبان به له بهرنیو تروریستي ډلو سره اړیکي پرې کوي پر لویو ښارونو به بریدونه نه کوي او دې ته ورته نورې پریکړې خو امریکا او نور بهرني هېوادونه چې د ناټو چوکاټ کې دندې لري د راتلوونکي مي میاشت پوري خپل ټول سرتیري له افغانستانه وباسي.

خو داسې ښکاري چې د ناټو یو شمېر غړي  هېوادونه او ورسره څنګ کې امریکا ښايي د مي تر میاشتي خپل سرتیري ونه باسي د امریکا دولت پر دې ټینګار کوي چې باید د جګړې پر ځای د سیاسي لارې څخه د افغانستان موضوع حل سي او ترهغه وخته ښايي بهرني سرتیري په افغانستان کې پاتي سي.

خو بل پلو په کور دننه امریکا کې لاهم پر طالبانو باندې باور نسته په امریکا کې یوشمېر سیاسون پر طالبانو باور نلري او تر مي میاشت پوري د امریکايي ځواکونو له وتلو سره مخالفت لري هغوی وايي که چیري پر دې مقطع امریکايي سرتیري له افغانستانه ووزي نو تیري لاس ته راوړنې چې دوی يې شمېرې له منځه ولاړې سي او افغانستان به یوځل بیا د خطرناکو تروریستانو په ځاله بدل سي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.