fbpx

امریکا کې ۱۳ کسان وژل شوي

امریکايي چارواکې خبر ورکوي چې کلفورنیا کې ۱۳ کسان په ډزو وژل شوي دي.

د کلفورنیا په ایالت کې پولیس وایي چې په یوې میخانې او نڅای ځای کې یو سړي پر خلکو ډزې کړي او ۱۳ تنه يې وژلي دي. بریدګر هم د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.

د پولیسو یو  چارواکي جیوف دیان ویلي دي چې پېښه د چهارشنبې په شپه ناوخته د تاوزند اوکس په ښار کې وشوه. دا سیمه د لاس انجلس له مشهور ښار څخه ۶۵ کیلو مېتره لېرې ده.

ښاغلي دیان وویل چې په برید کې یو شمېر نور کسان ژوبل شوي هم دي، خو کره شمیره یې څرګنده نده.

دیان وویل چې د پېښې ځای ته تر ټولو مخکې يو پولیس رسېدلی و چې بریدګر پر هغه هم ډزې کړې وې او بیا په روغتون کې مړ شو.

په ورته وخت کې ولسمشر دونالد ټرمپ دا یوه دردونکې پېښه بللې ده او ویلي دي چې د دغې پېښې په اړه ورته پوره راپور ورکړل شوی دی.

ویل کیږي چې د برید پر مهال شاوخوا ۲۰۰ کسان په دغه صالون کې وو.

یاده دې وي چې  د بریدګر هویت تر اوسه ندی په ډاګه شوی.