fbpx

د( ۲۰۱۸) کال ټي ټین لیګ لپاره (۱۳ )م افغان لوبغاړی هم واخیستل شو.

د دویم پړاو ټي تین لیګ به د اته لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې د نومبر پر( ۲۱ )مه پیل او تر ډېسمبر دویمه نېټې پورې به دوام وکړي چې په یاد (۱۰ )اوریزه لیګ کې د بیلا بیلو لوبډلو له لورې (۱۳) افغان لوبغاړي اخیستل شوي.

په لس اوریزه لیګ کې (۸) لوبډلې شاملې دي او پر دوه ګروپونو ویشل شوي چې په لومړي  ګروپ کې پښتون، کراچینز، راجپوټز، کیراله کینګز) لوبډلې شاملې دي او په دویم ګروپ  کې پنجابي لیجنډز، نورترنویریرز، مراتا عربینز او بنګال ټایګرز لوبډلې برخه لري.

تېره ورځ د پښتون لوبډلې له لورې افغان لوبغاړی شفیق الله شفق هم واخیستل شو د شفق دا لومړی ځل دی چې په یو بهرني لیګ کې لوبېږي په ټې تین لیګ کې ټول( ۱۳) افغان لوبغاړي سږ کال لوبېږي

.

چې له ډلې یې راشد خان د مرتا عربینز لوبډلې لوبډلمشري پر غاړه لري په لوبډله کې به ورسره دوه نور آفغان لوبغاړي نجیب الله ځدران او حضرت الله ځاځی شتون ولري

په دویمه لوبډله (بنګال ټایګرز) کې دوه افغان لوبغاړي  مجیب ځدران او محمد نبي لوبېږي،  پر دریمه (راجپوټز )  لوبډله کې  محمد شهزاد او قیس احمد لوبېږي.

د پښتون لوبډلې له لورې سږکال به د افغان لوبغاړو له ډلې شرف الدین اشرف، شاپور ځدران، ګلبدین نایب او تازه ورسره شفیق الله شفق هم یوځای شو.

همدارنګه د پنجاب  لېجنډز لوبډلې له لورې یوازې یو افغان لوبغاړی ظاهر خان پکتین لوبېږي، سږ کال په کراچین لوبډله کې سمیع الله شینواری لوبېږي.

د ټي ټین لیګ یا لس اوریزه سیالیو په لومړي پړاو کې یوازې پنځه افغان لوبغاړي محمد نبي،  مجیب،  اصغرافغان، نجیب ځدران او دولت ځدران لوبېدلي و چې اتلولي یې کیراله کینګز ګټلې وه

داځل  د دې لیګ په دویم پړاو کې (۱۳ )افغان لوبغاړي پلورل شوي او په یاد لیګ کې به ولوبېږي.

خان وزیر عابد.