حکومت نیالګي کېنوي، خو ساتنه یې نه کوي
خبریال وېبپاڼه/ حکومت هر کال په ټول هېواد کې میلیونونه نیالګي کېنوي، خو په ساتنه او پالنه کې یې پاتې راغلی دی او د اېښودل شویو نیالګیو نیمايي برخه هم تر بل کال پورې نه وي پاتې.
سږ کال بیا ولسمشر محمد اشرف غني وزارتونو او په مرکز او ولایتونو کې د دولتي ادارو مسوولینو ته دنده سپارلې چې د چاپېریال ساتنې ادارې او اړوند ښاروالۍ سره په همغږۍ د نیالګیو کرلو کمپاین پیل کړي.
د همدې حکم له مخې نن په ټول هېواد کې د نیالګیو د کېنولو کمپاین پيل شو او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ویلي چې سږ کال به په ټول هېواد کې به اوو ویشت میلیونه بېلابېل ډوله نیالګي کېنول شي.
د یادې ادارې مشر کاظم همایون ویلي چې دوی په مرکز او ولایتونو کې د نیالګیو د ساتنې څار کوي او که مسوولې ادارې د نیالګیو سمه ساتنه او مدیری ونه وکړی، نو دوی به یې راپور جمهوریت ریاست او اړوندو ادارو ته ورکړي، تر څو قانوني چلند ورسره وشي.
که څه هم د چاپیریال ساتنې ملي اداره ټینګار کوي چې باید اړوندې ادارې د نیالګیو په ساتنه او پالنه کې خپل مسوولیت په سمه توګه ادا کړي، مګر د تېر کال اېښودل شویو نیالګیو، چې درویشت میلیونه بلل شوي، وضعیت ته که وکتل شي، اړوندو ادارو په دې برخه کې خپل مسوولیت سم نه دی ترسره کړی.
هر کال میلیونونه نیالګي اېښودل کېږي، مګر ساتنه او پالنه یې نه کېږي، د کال تر پایه د اېښودل شویو نیالګیو درېیمه برخه هم نه وي پاتې، یا له تندې وچ شوي وي، یا څارويو خوړلي وي او یا د عامه پوهاوي د نشتون له امله خلکو مات او له منځه وړي وي.
خلک نیوکه کوي چې حکومت باید د نیالګیو د اېښودلو ترڅنګ د هغو پالنې او ساتنې ته هم پاملرنه وکړي، پر وخت اوبه ورکړي، ویې څاري او له هغو کسانو سره جدي چلند وکړي، چې نیالګي زیانمنوي.
د کابل ښار اوسېدونکی کریم الله افغان بیا د حکومت ترڅنګ د نیالګیو په نه پالنه کې د خلکو پر بې غوري هم نیوکه کوي او وايي:(( خلک او حکومت باید په ګډه د نیالګیو په ساتنه او پالنه کې خپل مسوولیت ادا کړي، نیالګیو ته اوبه رسول د اړوندو ادارو مسوولیت دی او له څارویو او نورو ستونزو ساتل یې د خلکو کار دی.))
د لوګر ولایت اوسېدونکې پلوشه امیري بیا هر وګړی د هېواد په سمسورتیا کې مسوول بولي او ټینګار کوي چې د ټولنې هر وګړی باید نیالګي کېنوي، تر څو سیمه او ټولنه یې زرغونه وي.
هدایت الله ستانکزی، چې د لوګر په ملکي روغتون کې ډاکټر دی وايي:(( د نیالګیو کېنول ګڼې ګټې لري، همدا نیالګي دي چې موږ ته پاکه او صفا هوا برابروي، ځکه خو ټول وګړي ملکف دي چې د اړوندو دولتي ادارو ترڅنګ په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.))
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.