د پاسپورټونو نه ورکول؛ حکومت ستونزه په ستونزه حلوي

خبریال وېبپاڼه/ سره له دې چې په هېواد کې د برېښنا تذکرو د وېش لړۍ ډېره کمزوې روانه ده، د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست خبرداری ورکړ، چې وروسته له دې کاغذي پېژندپاڼې لرونکي کسان پاسپورټ نه شي اخیستلای.

دغه ریاست په مرکز او ولایتونو کې له خلکو وغوښتي چې لومړی دې الکترونیکي پېژندپاڼې واخلي او بیا دې پاسپورټ اخیستو ته مراجعه وکړي.

یاد ریاست زیاتوي، یاده پرېکړه یې د الکترونیکي پېژندپاڼو د چټک وېش او دېته ورته خدمتونو د ترسره‌کولو پر مهال د وخت د نه ضایع کېدو په موخه کړې ده.

بل د معلوماتو او احصائیې ملي ادارې هم په کابل ښار کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش پروسه بنده کړه او ښايي په ولایتونو کې هم دغه لړۍ ودرول شي.

د پاسپورټ ریاست داسې مهال پر کاغذي تذکرو د کمپيوټري پاسپورټونو د وېش لړۍ دروي چې اوس د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د الکټرونیکي تذکرو اخیستل سر دردی شمېرل کېږي او یو شمېر ولایتونو او سیمو کې خو لا مخالفین هیڅ اجازه نه ورکوي.

خبریال وېبپاڼې د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر اوسېدونکو سره مرکې کړې دي او دا جوته شوې ده، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د برېښنايي پېژندپاڼو فورمې ډکې کړې دي، مګر تر اوسه یې د بایومتریک پروسه لا نه ده ترسره کړې.

دوی له حکومت نه غواړي چې په دې برخه کې د ولسونو ته اسانتیاوې برابرې کړي څو خلک په اسانۍ سره وکولی شي الکټرونیکې تذکرې ترلاسه کړي.

دا سمه ده چې برېښنايي تذکرې نړۍوال معتبر سند دی او اخیستل یې د هر افغان ملي او ایماني دنده ده، خو حکومت باید د دغو تذکرو د اخیستو لپاره ولس له ستونزو سره مخ نه کړي، تر هر څه مخکې باید ستونزې وسنجول شي او یې د اخیستو لپاره خلک په بېلابېلو لارو مجبور کړل شي.

زرګونه ناروغان، محصلین، سوداګر او نور اشخاص له هېواده بهر ځي او پاسپورټ ته اړتیا لري، دوی که چېرې برېښنايي تذکره ونه لري، ټولې چارې یې پاتې دي، تر دې چې ناروغان له مرګ سره لاس او ګریوان کېږي، کاش چې له اړخه مو هېواد پر ځان بسیا وای او یا حکومتي سیستم دومره فعال وای چې حداقل یوه اوونۍ کې یې برېښنايي تذکره ورکولای.

دا اوس په ډېری ناامنه ولایتونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش ته اجازه نه ورکول کېږي او که ورکول کېږي، ډېر په کمزوري وضعیت کې قرار لري، یا یې د مامورینو ظرفیت کم دی او یا یې پروسه جنجالي او اوږده ده چې خلک ورسره نابلد دي.

حکومت ته پکار ده چې لومړی د برېښنايي تذکرو پروسه چټکه، شته خنډونه او ګواښونه ورک او بیا د تذکرو د اخیستو لپاره شرطونه او قیدونه وضع کړي او که د اوس په رقم وي، دا ستونزه په ستونزه حلول دي، چې هیڅ ښه پایله به ونه لري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More