د ټرمپ نیمګړې یارانه؛ بایډن پر طالبانو باور نه لري
خبریال وېبپاڼه/ که څه د امریکا مخکېني ولسمشر له طالبانو سره د ملګرتیا تارونه غځولي و او یارانه یې ورځ تر بلې پخېده، خو د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن د طالبانو د تمې خلاف پر دغې ډلې باور بایللی دی.
د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کميټې مشر باب مندیز په خپله تازه مرکه کې ویلي، طالبان د سولې پر ځای د جګړې د اوږدولو په فکر کې دي او دا موضوع جو بایډ هم درک کړې ده، ځکه خو یې پر دغې ډلې باور بایللی دی.
مندیز زیاته کړې، چې طالبان له امریکا سره په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي او د جګړې تیاری نیسي، ځکه خو په ټاکلې نېټه له افغانستانه د امریکا ځواکونو وتل امکان نه لري.
د نوموړي په خبره، جو بایډن له افغانستان څخه به د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه ژر پرېکړه ونه کړي او تر هر څه مخکې به د سولې یو برخلیک معلوم کړي، بیا به تصمیم نیسي.
د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کميټې دغه راز پسې زیاته کړې چې امریکا او افغانستان یو له بل سره شریکي ګټې لري او دواړه هېوادونه یو د بل همکار دي.
مندیز ویلي، که امریکا د جګړې په جریان کې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسيو نو دا به په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن ماموریت ناکامي وښيي، ځکه په خبره یې، هیڅ تضمین نشته چې تېرې شل کلنې لاسته راوړنې دې خوندي پاتې شي.
د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې لاهم طالبان له امریکا سره پر خپلو ژمنو د عمل خبره کوي، خو امریکا بیا وايي، چې طالبان په سیمه کې له بهرنیو ډلو سره اړیکې لري او له دوی سره په ژمنو کې پاتې راغلي دي.
له طالبانو ور هاخوا د بایډن اداره افغان حکومت ته هم کوته څنډي چې باید نور د سولې مسله یو طرفه کړي او د دې موخې د پوره کېدو لپاره یې یوه طرحه هم ورسپارلې، چې د تطبیق په اړه یې غوغا جوړه ده.
دلته بیا په هېواد کې ورځ تر بلې جګړې زیاتېږي او طالبانو د پسرلي په را رسېدو خپل تشکیلات هم نوي کړي دي، تر څو نوې جګړه پیل او د سولې خبرو د ناکامي په صورت کې په زور واک ترلاسه کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.