The news is by your side.

طالبان ولې د پاکستاني استخباراتو له منګولو نشي وتلای؟

خبريال وېبپاڼه- د طالبانو په هکله ډېر کله ځينې فوري او سطحي قضاوت کوي او داسې ښکاره کوي چې ګواکي ټول طالبان پخپله خوښه د پاکستان غلامان دي.

خو په ټوله کې دا ډول نظر منل د ځمکني حقيقت سره ټکر لري، ځکه ډېری طالبان په دې باندې پوهېږي چې ددوی له مشرانو سره ددوی له جنګياليو سره پاکستان څه څه نه دي کړي، خو شته دي ځینې مجبوریتونه او د پاکستان د استخباراتو ای اېس ای جالونه چې طالبان نه پرېږدي چې په ځان د پاکستان واک او اختيار کم کړي.

د پاکستان پوځ له پخوا راهيسې، اوس یې لا په شدت کوي، په دې هېواد کې مېشت کډوال لومړی په فکري لحاظ د ځان وابسته کوي او وروسته بیا دا کډوال د وسله والو طالبانو ليکو ته دننه کوي او هلته دا خلک هم په لويو چوکیو ګماري او هم ددوی له لارې د طالبانو رازونه او کارونه څاري.

ای اېس ای په دې ډول د طالبانو په مرکز او هسته کې ځای لري او هلته هرڅه له نېږدې څاري، کوم طالبان چې دا ډول کوم سوچ ولري، کوم پلان ولري چې د پاکستان له کنټرول څخه بايد ځان وباسي په ډېره لنډه موده کې د همدې کډوالو له لوري د پاکستان استخباراتي شبکې ته ورپېژندل کېږي او هغوي یې له منځه وړي.

تراوسه پورې ګڼو لوړ پوړو او ټيټ پوړو طالب مشرانو هڅه کړې ده چې ځان د پاکستان له اسارت څخه خلاص کړي، خپل ځان او د کورنۍ غړي د پاکستان څخه وباسي خو ددې ډول طالب چارواکو عمر ډېر وخت کم وي او سمدلاسه يې ددې هېواد استخباراتي اداره له منځه وړي.

پاکستان يوه ډله طالبان چې د کډوالو څخه تشکيل شوي دي او دوی څخه جوړ شوي دي په عقيدوي ډول داسې روزلي دي چې ددې هېواد استخباراتو ته تر بل هرڅه ډېر ډېر وفادار دي، دوی په دې باندې په عقيدوي ډول قانع شوي دي چې بايد د پاکستان د پوځ لپاره ترهرڅه تېر شي او ددې هېواد د پوځ تقدس يې منلی دی.

همدا اوس په دې ډله کې ځینې کسان پاکستان ته دومره ژمن دي چې تيار دي د طالب مشرانو په وړاندې هم د اړتیا په صورت کې اقدام وکړي، له دې ډلې څخه د امير خان متقي او مطیع الله غوندې کسانو نومونه يادولی شو.

ليکوال؛ حامد افغان

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.