The news is by your side.

تازه خبر؛ د خلکو په هڅه د طالبانو سره د اوربند پرېکړه

خبريال ویبپاڼه- د افغانستان د مسلې د حل په برخه کې ځینې پوهان تل دا وړانديز کوي چې تر هرڅه وړاندې بايد د ولس څخه مرسته وغوښتل شي، ولس کولی شي دا موجوده ستونزه د دواړو طرفونو سره حل کړي، خو دا خبره ډېری وخت په ځينو چارواکو بده لګي او يا هم ورته په زړه کې بې مانا ښکاري، چارواکي هڅه کوي چې د بهرنيو مقاماتو څخه مرسته وغواړي.

خو تراوسه پورې بهرنیان په دې نه‌ دی توانېدلي چې په افغانستان کې روانې جګړې ته د حل يوه داسې لاره وړاندې کړي چې د هغه په اساس افغانستان يوې با ثباته ټولنې ته لاره پيدا کړي او د یوې با ثباته ټولنې خاوند شي.

تازه اوس په کندهار ولایت کې ځايي خلکو داسې يو کار کړی دی چې دا کار یې ټولو خواوو ته یو پيغام کېدی شي او کولی شي ډېرو نورو ته هم یو الهام شي او د افغانستان ناورين ددې لارې حل شي.

په کندهار ولایت کې د ځايي خلکو چې ډېری يې بزګران دي په هڅو طالبان دې ته قانع شوي دي چې يو لس ورځنی اوربند وکړي، دا اوربند دقیق د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې شوی دی، د يادولو وړ خبره ده چې دا يو غیرې رسمي اوربند دی خو په سيمه کې یې جګړه خاموشه کړې ده.

ددې اوربند په برخه کې نه د کوم بهرني هېواد څخه مرسته غوښتل شوې نه پکې نړيواله ټولنه دخيله شوې بلکې د سيمې خلک پخپله پاڅېدلي دي او طالبان یې دې ته راضي کړي چې د لس ورځو لپاره اوربند وکړي، اوس په دې سيمه کې نه طالبان په افغان پوځيانو بريد کوي نه هم افغان پوځيان په طالبانو باندې.

ښکاري داسې چې د افغانستان خلک نور د جګړې څخه په وروستۍ درجه تنګ شوي دي او نور یې د زغم خوړ نه بولي، ځکه اوس پخپله لاس پکار شوي دي او د خپل نعقل، تدبر او ارادې څخه په استفادې سره پخپله سيمه کې د سولې د راوستلو هڅې کوي او دا هڅې بريالۍ هم دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.