هلمند کې طالبان ښوونځي د مورچلونو او کلینیکونو په توګه کاروي

خبریال وېبپاڼه/ د هلمند د پوهنې ریاست او ولسي جرګه کې د دې ولایت د خلکو استازي وايي، وسله وال طالبانو د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې له ښوونځیو د جنګي مورچل او د خپلو ټپيانو د درملنې د مرکز په توګه ګټه اخلي.

د دې ولایت د پوهنې رییس داوود صفاري وايي، د طالبانو د دې کار له امله د دې ولایت ۳۵ سلنه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي، چې زرګونه کسان کېږي.

هغه زیاتوي چې طالبانو د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د لوی‌مانده، ناصل‌اباد، زرغون او سلیمانخېلو کلیو او د سنګین ولسوالۍ د کټوزۍ، نسوزۍ، غاړه‌کۍ او بوستانزۍ ښوونځيو ښوونځيو کې جنګۍ مورچلونه او د خپلو ټپیانو د درملنې مرکزونه جوړ کړي دي.

د هلمند د پوهنې رییس طالب اورپکو د ناوې ولسوالۍ د خسرواباد په نوم ښوونځي کې د خپلو جنګیالیو د درملنې لپاره کلینیک جوړ کړی دی.

د هغه په وینا، طالبان ټینګار کوي، چې د دوی پورې اړوند ملایان او کسان باید د ښوونکو په توګه وګومارل شي، حال دا چې ډېری هغوی یې په معیارونو برابر نه ‌دي، نه یې دیني زده کړې کړې دي او نه هم عصري.

د هلمند د پوهنې رییس وايي، چې دغه ستونز یې د بشري حقونو خپواک کمېسون سره شریکه کړې او هغوی ډاډ ورکړ چې دغه ستونزه به په قطر کې له مېشتو طالب مشرانو سره شریکوي.

نوموړی زیاتوي، چې د ستونزې د حل لپاره یې اوس په موقتي ډول په کلیو او کورونو کې ځایونه پیدا کړي دي، څو زده‌ کړو ته دوام ورکړي، خو په خبره یې په کلیو او کورنو کې دومره امکانات نشته چې دوی دې د ښوونځي په توګه ترې سمه ګټه واخلي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی غلام ولي افغان هم مني چې طالبان د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې له ښوونځیو جنګي مورچلونه جوړې کړي او زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.

نوموړی وايي، له یوې خوا هلمند کې معارف په ډېره ټیټه کچه دی، له بلې خوا طالبانو ښوونځي مورچلونه ګرځولي دي، چې دا نور ولس ته د منلو وړ نه ده او باید له دغه کار څخه لاس واخلي.

په همدې حال کې د هلمند د سنګین ولسوالۍ قومي مشر عصمت خان وايي، چې طالبانو د دوی د ماشومانو له ښوونځيو یې ځانو ته امن ځایونه جوړ کړي دي او کوچنیان یې د لارې  د اوږدېدو له امله هغو سیمو ته نشي تللی چې موقتي ښوونځي پکې جوړ شوي.

یوازې هلمند نه دی چې طالبان له ښوونځیو د جنګي مورچلونو په توګه کار اخلي، بلکې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یومانا د هېواد په جنوب لویدیځ زون کې ارزګان او زابل هم هغه ولایتونه یاد کړي وو، چې طالبان ښوونځي د جنګي مورچل په توګه پکې کاروي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More