fbpx

چارواکي:په هرات کې د يو شمير کسانو د نيولو خبر ورکوي.

د هرات امنيه قوماندانۍ وايي، د پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې یوه مشکوکه تروریستي شبکه نیول شوې ده.

د امنيه قوماندانۍ اعلامیه وايي، د نیول شوې شبکې مشر مولوي ملا محمد ایوبي او د هغه پینځه ملګري په پښتون زرغون ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

پولیس وايي، د دې شبکې مشر ملا ایوبي د تروریستانو په روزنه، هغوی ته د پټېدود ځای په برابرولو کې په لاس لرلو او پر افغان چارواکو د بریدونو په پلانولو کې لاس درلود.

د هرات امنيه قوماندانۍ دا نه‌دي ویلي چې دا مشکوکه ډله يې کله نیولې ده.

په هرات ولایت کې د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اروزګان څانګه:احسا ن الله ولسمل