fbpx

غزني کې د مخالفینو د له منځه وړلو لپاره عملیات پیلیږي

امنیتي چارواکي وايي چې ډېر ژر به په غزني ولایت کې د دولت ضد  وسله والو د له منځه وړلو لپاره عملیات شروع شي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د غزني ولایت د وروستیو نا امنیو لپاره تدابیر نیول شوي او افغان پوځیان به ژر د وسله‎والو د له منځه وړلو لپاره عملیات وکړي.

محب د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د طالبانو د دې برید او نورو امنیتي ننګونو په ارتباط له غزني ولایته د ولسي جرګې له ځینو غړیو سره خبرې کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند احمد طارق ارین رسنیو ته وویل، د افغانستان دفاع وزارت ته امر شوی او افغان پوځیان به ژر وسله‎وال مخالفین وځپي.

ښاغلي ارین وویل چې د غزني استازیو په‌دې لیدنه کې د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب څخه وغوښتل چې د غزني د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره لازمه توجه وشي.

د ویلو ده چې تر اوسه د ملي دفاع وزارت لا تراوسه رسماً د افغان کمانډو سرتېرو د وژل کېدو د خبر په اړه څه نه‌دي ویلي.

غزني د افغانستان د مرکز کابل او جنوبي ولایتونو تر منځ پروت ستراټيژيک ولایت دی چې څو واره یې په بېلابېلو سیمو کې وسله‌والو مخالفینو بریدونه کړي.

یاده دې وي چې سږ کال د اګست په لسمه وسله‌والو طالبانو د غزني ښار د نیولو هڅه وکړه چې له څو ورځې خونړۍ جګړې او دواړو لوریو او ملکیانو تر درنې مرګژوبلې وروسته بلآخره افغان پوځيانو وسله وال طالبان له ښاره وایستل.

Loading...