The news is by your side.

څنګه ځانته درناوى وکړو؟

ځانته احترام او درناوى په ټولنيزو اړيکو ډېره اغېزه لري.ځانته درناوى او احترام ستاسو شخصيت کې غوره رول لري او همدارنګه ځانته درناوى درلودل په مونږ کې د وياړ حس راپيدا کوي.

په دې څو کارونو ځانته درناوی زده کړئ:

۱ـ د خپل بدن سلامتيا ته پام وکړه:

هغه خواړه خورئ چې ستاسو صحت او سلامتيا ته ګټه لري او د دې ترڅنګ ورزش وکړئ چې له روحي ناروغيو په امان اوسئ او د بدن سلامتيا مو خوندي وي.

۲ـ بخيلي مه کوه:

د بخيلي عادت په ډېريو ځوانانو کې شته او تل پر دې خپه وي چې د دوى سيال وي تر دوى ډېر پرمختګ وکړي خو دا مه هېروئ چې تاسې څه چې هيڅوک د بل چا د برخې تر نشې اخيستئ. يوازې په دې کار مو ځان زوروئ نو هيله ده دا ناوړه عادت پرېږدئ او له خپلو همزولو سره بخیلي ونه کړئ.

۳ـ  د ټولنې غوره خلکو سره ملګرتيا وکړئ:

په پښتو کې يو متل ده:(چې بد ګرځي بد به پرځي) که دې متل ته پام وکړو نو د متل اصلي خبره دا ده چې له بدو خلکو سره ناسته پاسته کوي نو هغه څه چې له بدو خلکو سره پېښېږي دوى سره به هم وشي نو تل پر دې کوښښ وکړئ چې د ټولنې غوره او مخورو څېرو په پل،پل کېږئ.

د روان پوهنې له نظره هم مونږ چې د چا له حرکاتو او کارونو څخه تقلید کوو د ژوند په اږدو کې له مونږ څخه به د هغه په څېر شخصیت جوړ شي نو که تاسې خپلې ملګرتیا ته ته غوره کسان وټاکئ له تاسو به هم غوره کسان جوړ شي او که چېرته تاسې د خپلو ملګرو په توګه بد خلک وټاکئ نو ورو ورو به تاسې هم منفي بدلون ومومۍ او د هغوی په څېر به شئ.

۴ـ له وړو شيانو خوند واخلى:

ژوند همدا څو ټاکلې ورځې ده چې تېرېږي نو په خپل ټاکلي ژوند کې کوښښ وکړئ چې ښه خوند ترې واخلئ. او ژوند دا خوند مونږ هله موندلی شو چې له وړو شیانو خوند واخلو.

ځانته ډالۍ واخلئ او هغه جامې غوره کړئ چې تاسې پکې ښه احساس کوئ، د خپلې خوښې خواړه وخورئ او د خپلې خوښې ځایونو ته لاړ شئ. ځکه تر هر څه او هر چا تاسې مهم یاستئ، دا تاسې ياست چې د ژوند ټولې ستونزې به تېروئ او له ستونزو سره به مبارزه کوئ.

۵ـ د نورو لپاره تر ځان مه تېرېږئ:

کله چې تاسې د نورو لپاره تر ځان تېر شئ نو  په دې ډاډه اوسئ چې هېڅ کله به د نورو تر نظره هم رانشئ.دا تاسې یاست چې خپل ځانته ارزښت ټاکئ نور نه دی نو تل د خلکو په خدمت کې مه اوسئ بلکې نورو ته د ده وخت ورکړئ چې ستاسو په قدر پوه شی.

هېڅ کله داسې لاره ژوند کې مه ټاکئ چې په هغه کې دتاسې زړه مات شي او نورو ته خوشحالي په برخه شي. بلکه تاسې هم د ښه ژوند حق لرئ نو لومړئ د ځان په اړه فکر وکړئ بیا د نورو.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.