The news is by your side.

سګرت د انسان مغز ته څه تاوان لري؟

خبریال ویبپاڼه: د  لندن په پوهنتون کې د سیفرین سابیا په نامه څېړونکي دا ویلي “زموږ څېړنې دا په ډاګه کړې ده چې سګرټ څکول د انسان په مغز ډېر ناوړه اغېزه کوي او سره  له دې د  سږي د سرطان او تنفسي سیستم  د ورځ تر بلې د خرابېدو لامل ګرځي.

د نوموړي په وینا  د نارینه وو په ۴۵ کلنۍ کې سګرټ څکول پر انسان تر هر بل وخت ډېر ناوړه اغېز کوي.

د دې څېړنې بله حیرانوکې برخه دا ده چې په دې څېړنې کې ټینګار شوی چې ښځې د نارینه وو په پرتله له سګرټو لږ زیان ویني.

دا څېړنه پر شاوخوا ۵۰۹۹ نارینه وو او ۲۱۳۷ ښځو شوې، چې د ډېریو عمرونه یې د ۵۶ ترمنځ وو.

 دې څېړنې ډېر وخت نیولی چې شاوخوا ۲۵ کلونو کې ترسره شوه چې پر دا وروستیو پایلو یې بیا تر ۱۰ ډېر کلونه لګېدلي دي.

د دې څېړنې بله اصلي موخه د انسان پر ذهن د سګرتو منفي اغېزه ده چې د څېړنې په پایله کې ویل شوي چې د سګرټ نه څکوونکو په پرتله د سګرټ څکوونکو ذهن او حافظه شاوخوا ۱۰ کاله وروسته پاتې کېږي. او دا د انسان لپاره ډېر لوی زیان بلل کېږي چې د سګرتو له امله ورته پېښېږي.

په دې اړه بیا آغلې سابیا داسې ویلي “هغه څوک چې عمر ۵۰ کاله وي، د ۶۰ کلن نه سګرټ څکوونکي نارینه پرتله یې ذهني او دماغي وروسته والی ۱۰ کاله سره توپیر لري. “

د دې ترڅنګ  دوی دا هم ویلي، هغه سګرټي کسان چې ۱۰ کاله مخکې یې سګرټ پرېښي دي، د ذهني وروسته والي له ستونزې ځورېږي.

دا خبره هم مه هېروئ  چې سګرټ څکول د سږي سرطان په سره سره د ګڼو تنفسي ناروغیو سبب ګرځي.

همدا راز د سګرټو بل تاوان زمونږ زړه ته رسېږي او د زړه د شریانونو د بندېدو سبب کېږي  او له دې امله په نړۍ کې د ګڼو مرینو لامل سګرت ښودل شوی ده.

دا څېړنه په داسې مهال کې شوې، چې د ملګرو ملتونو د تاریخ په اوږدو کې د خلکو د  روغتیا لپاره سګرټ ډېر خطرناک بللي دي.چې ژوند ته لوی خطر پېښوي او عصبي سیستم هم نور ورو ورو کار پرېږي. ځکه حافظه کمزورې کوي او مونږ له بده مرغه ورسره ډېر روږدي کېږو هم چې د دې کار پرېښودل راته ستونزمن ښکاري. خو د خپل صحت خوندي توب لپاره مونږ باید هر څومره ژر کې شونی وي نور سګرت وهل پرېږدو.

ځینې خلک د سګرتو له صحي تاوانه خبر نه وي او د ده لپاره چې دوی باشخصیته او لوی کس ښکاره شي نو سګرت وهي په داسې حال کې چې له دې لا خبر نه وي چې سګرت ورته کومې ناوړې ناروغۍ په سوغات راوړي.

د بدمرغي بله خبره دا ده چې ځينو د سټایل لپاره او د فلمونو نه د تقلید په خاطر په قصدي ډول ځان پر سګرتو روږدي کړل، او څه ځوانان مو ایران ته د مزدورئ پر مهال د وړکړل شویو نشه یي موادو له امله د سګرتو او نورو نشه یي موادو په څکولو روږدي دي.

لیکنه: مریم صدیقي

 

Normal
0

false
false
false

EN-US
X-NONE
AR-SA

/* Style Definitions */
table.MsoNormalTable
{mso-style-name:”Table Normal”;
mso-tstyle-rowband-size:0;
mso-tstyle-colband-size:0;
mso-style-noshow:yes;
mso-style-priority:99;
mso-style-parent:””;
mso-padding-alt:0in 5.4pt 0in 5.4pt;
mso-para-margin-top:0in;
mso-para-margin-right:0in;
mso-para-margin-bottom:8.0pt;
mso-para-margin-left:0in;
line-height:107%;
mso-pagination:widow-orphan;
font-size:11.0pt;
font-family:”Calibri”,sans-serif;
mso-ascii-font-family:Calibri;
mso-ascii-theme-font:minor-latin;
mso-hansi-font-family:Calibri;
mso-hansi-theme-font:minor-latin;}

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance