The news is by your side.

امریکا افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر په اړه درواغ وايي

خبریال وېبپاڼه/ نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼه وايي، امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر په اړه درواغ وايي او تر هغه ډېر عسکر لري چې په رسنیو کې یې ښيي.

د نیویارک ټایمز ورځپانې د راپور له مخې، امریکا وايي چې په افغانستان کې ۲۵۰۰ عسکر لري، خو دغه شمېر ۳۵۰۰ دی او زر کسه اضافه امریکايي عسکر افغانستان کې موجود دي.

ورځپاڼه لیکي چې دا زر اضافه کسان د سي ای اې او نورواستخباراتي ادارو اړوند کسان دي چې په ځانګړو عملیاتو او هوايي بریدونو کې ونډه اخلي. هغه څه چې امریکايي چارواکي یې نه مني.

سرچینه کاږي چې امریکا تل په بل هېواد کې د خپلو سرتېرو د شمېر او فعالیت په اړه درواغ ویلي او تر حقیقي شمېر یې کم ښيي، چې د دې کار له امله ځانګړي اهداف لري او غواړي په سیمه کې خپلې نظامي او استخابراتي موخې ترلاسه کړي.

ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي چې دغه سرتېري تر ډېره د افغان ځواکونو د ملاتړ او د اړتیا پر مهال د هوايي برید دنده لري خو په ځينو مواردو کې یې دغه دنده نه ده ترسره کړې او د افغان حکومت د هوایي مرستې غوښتنه یې نه ده منلې.

 سرچینې ته بیا د نظامي چارو شنونکو ویلي چې امریکا د خپلو ګټو د ساتلو لپاره اړ ده چې په افغانستان کې یو شمېر سرتېري ولري او یا د خپلو موخو لپاره د شته سرتېرو رښتینی شمېر له رسنیو پټې کړي.

په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د شمېر په اړه داسې مهال دا ډول څرګندونې را پورته کېږي چې طالبان له افغانستانه د امریکايي سرتېرو نه ایستل د سولې پر وړاندې خنډ او د دوحې تړون نقض بولي.

طالبانو وار وار ټینګار کړی چې امریکایان باید د دوحې تړون ته ژمن او له مخې یې د خپلو سرتېرو د ایستلو سربېره په نظامي عملیاتو کې ونډه وانخلي.

امریکا څو څو واره په نظامي عملیاتو کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ورودانګل چې دغه کار یې د طالبانو سخته غوسه وپاروله او جدي غوښتنه یې وکړه چې باید د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.