The news is by your side.

قطر طالبانو ته: نور د سولې ډرامه پای ته ورسوئ

خبریال وېبپاڼه/ د سولې خبرو له اوږدېدو او مبهم وضعیت څخه د عامو افغانانو ترڅنګ اوس قطري چارواکي هم په تنګ شوي او تازه یې له طالبانو غوښتنه کړې چې نور باید د دغې پروسې پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي.

دغه غوښتنه د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیخ محمد بن عبدالرحمن په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال ملا عبدالغني برابر سره په کتنه کې مطرح کړې ده.

د قطري رسنیو د راپورونو له مخې، په دې کتنه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له ملا برادر غوښتنه کړط چې د سولې خبرې نور باید چټکې کړي؛ تر څو دغه ډرامه چې سر او پای یې نه دی معلوم نور پای ته ورسېږي.

هغه ویلي، سره له دې چې د طالبانو او امریکایانو د تړون څه باندې یو کال پوره شو او د بین الافغاني خبرو هم زیات وخت کېږي، خو په افغانستان کې د جګړې او سولې برخلیک لا هم مبهم دی چې دا وضعیت نور قطر ته د منلو وړ نه دی.

نوموړي ملا برادر ته دا هم ویلي چې که ژر تر ژره د سولې کومه هوکړه نه شي رامنځته کولای، حد اقل جګړه خو دې ودروي او یا دې تاوتریخوالی کم کړي، تر څو د سولې خبرو کې یو څه پرمختګ رامنځته شي او د طالب ډلې ښه نیت هم معلوم شي.

د شنونکو په باور، له طالبانو وار وار د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه شوې خو دغې ډلې مثبت ځواب نه دی ویلی، ځکه دوی له جګړې پرته بل څه نه لري، چې په مرسته یې خپلو موخو ته ځان ورسوي.

ان په ۱۳۹۲ کال کې طالبانو په قطر کې خپل سیاسي دفتر پرانیست او هیله دا وه چې دغه دفتر به د افغان سولې لپاره په ګټه تمام شي او د سولې خبرې به زور واخلي، خو د یاد دفتر سربېره له کلونو را هسې په هېواد کې د پایدونکې سولې راتلل په یوه خوب بدل شوي دي.

 تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ښکیلې خواوې به په خپلو چنو وهلو کې افغانستان ته سوله راولي او آیا ددغو خبرو اترو په پایله کې به طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي او که به ددغو تاوتریخوالو لمن نورو کلونو ته هم وغځیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance