The news is by your side.

غني د امریکا د طرحې د يوې مادې تعديل غواړي

څه موده وړاندې د امريکا له لوري افغان حکومت او طالبانو ته د روغې جوړې لپاره يوه طرحه وړاندې کړه چې په دې طرحه کې ترټولو مهم بحث د انتقالي حکومت بحث هم شامل و.

د طرحې د وړاندې کولو سره سم د افغانستان ولسمشر او مرستيال يې سخت غبرګون وښود او ویې ویل چې دوی په هېڅ ډول ددې طرحې منلو ته تيار نه دي.

د غني او صالح ټکر په اصل کې په دې ټکي و چې د انتقالي دولت مسله بايد مطرح نشي، که نه نور دا طرحه ددوی لپاره هومره بده هم نه وه، د اوربند او ټاکنو خبره هم پکې وه.

خو هغه څه چې غني او صالح يې خفه کړي و هغه همدا د انتقال خبره وه، د انتقال خبره يوازې هم نه وه، بلکې سمدلاسه ورسره ټاکنې هم يادې شوې وې، خو غني ددې ټکي ځکه مخالف و چې ټاکنې به يو بل حکومت کوي.

شننونکي وايي د بل حکومت په واسطه ټاکنې کول د غني لپاره ځکه د تحمل وړ نه و چې بيا نو دوی په ټاکنو کې د مداخلې چانس له لاسه ورکاوه.

اوس چې دا طرحه هم د حکومت او هم د طالبانو په مېز پرته ده او دواړه لوري بوخت یې ارزوي يې د حکومت ځینې سرچینو ویلي دي چې دوی په دې طرحه کې د ځینې بدلونونو غوښتونکي دي.

حکومت غواړي چې د انتقالي حکومت په ماده باندې بحث وکړي او دا تعديل کړي، په نورو مسلو تراوسه پورې ډېر اختلاف شتون نلري خو اوس ددې طرحې په هکله هم عبدالله خېل او غني او صالح خیل د رایې حق لري.

د غني ټیم هڅه کوي د انتقالي حکومت ماده تعديل کړي د لومړي سره دوی غواړي دا ماده بېخي لغوه کړي خو دا چې دا ماده د ستونزې اصلي غوټه ده نو دوی اوس وايي چې بايد يو څه بدلون پکې راشي.

د بل لوري څخه امريکا تراوسه څه نه دي ويلي چې ايا په دې طرحه کې به تعديل ومني که نه، په دې طرحه کې اصلي ماده همدا د انتقالي حکومت او ټاکنو ده، حکومت به له انتقالي حکومت سره ستونزه لري خو اټکل کېږي چې طالبان بيا د ټاکنو سره ستونزه لري.

طالبان د ټاکنو په ځای ددې غوښتونکي دي چې د علماوو په نامه به څو خپل انډيوالان نېږدې کسان سره راټول کړي هغه ته به د يوې شورا نوم ورکړي او هغه به نور ددې هېواد ټولې پرېکړې کوي خو دا ډول یو څه بيا کېدی شي نه نړيواله ټولنه او نه هم افغانان ومني.

د حکومت مشکل بيا انتقالي حکومت دی چې فکر کوي که ټاکنې دريم حکومت وکړي او دوی پکې د مداخلې توان ونلري نو ټاکنې وهم ونه بایلي خو چندان ګټيالي به هم نشي.

اوس داسې هم ويل کېږي چې کېدی شي حکومت د استنبول په غونډه کې ددې طرحې د تعديل په هکله وړانديز وکړي او ددې طرحې د تعديل وروسته د منلو بحث وشي.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.