The news is by your side.

لا هم لویو لارو کې د پیسو د نه ورکړې په سر خلک وژل کېږي

خبریال وېبپاڼه/ د لویو لارو موټرچلوونکي وايي، سره له دې چې حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې په لویو لارو کې به له دوی د غیر قانوني پیسو اخیستو مخه نیسي، خو اوس هم دغه ستونزه په خپل ځای پاتې ده.

دوی زیاتوي، چې لا هم پولیس په لویو لارو کې د توپک په زور ترې پیسې اخلي، وهي او ډبوي یې، چې نور ورته دا وضعیت د منلو وړ نه دی او حکومت باید خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي.

د موټرچلوونکو په خبره، د پیسو د نه ورکړې په صورت کې د پولیسو لخوا وهل کېږي، ان وژل کېږي، چې د کندهار په میوند او د غزني په شاجوی ولسوالي کې د پیسو د نه ورکړې په صورت کې د پولیسو لخوا د موټرچلوونکو وژل یې بېلګې دي.

 د ترانسپورت وزارت بیا وایي چې دوی په هېڅ ځای کې له موټر چلوونکو پیسې نه اخلي او په دې اړه شوې ادعاوې به په هر اړخیزه توګه څېړل کېږي او عاملینو سره به قانوني چلند وشي.

که څه هم ترانسپورټ وزارت دغه ادعاوې ردوي، خو تر دې وړاندې ګڼ داسې ثبوتونو رسنیو کې نشر شوي چې پولیس او د ترانسپورټ وزارت کارکوونکو لخوا له موټرچلوونکو پیسې اخیستل کېږي او د نه ورکړې په صورت کې ورسره ناوړه چلند کېږي.

خبریال وېبپاڼې هغه ویډیو هم ترلاسه کړې چې د کندهار په میوند ولسوالي کې یو تن موټرچلوونکی، چې هرات څخه کابل ته روان دی، د پیسو د نه ورکړې له کبله د پولیسو لخوا شهید شوی او کلینډر یې ور ټپي کړی دی.

تر دې وړاندې کورنیو چارو وزارت ویلي و چې د موټرچلوونکو تر کاري اعتصاب وروسته یې لسګونه هم پولیس، چې د هرات ـ کابل پر عمومي لار یې دندې درلودې، له وظیفو ګوښه کړي او تر څېړنو لاندې دي.

خو د دې هر څه سربېره موټرچلوونکي اوس هم شکایت کوي چې د حکومت له ژمنې سره سره د دوی ستونزه نه ده حل شوې او ځورول کېږي ان وژل کېږي.

په لویو لارو کې له موټرچلوونکو ناقانونه پیسې اخیستل ګڼې اقتصادي ستونزې هم لري، ځکه سوداګر او مسافر وړونکي شرکتونه مجبور دي چې د قانونه پیسو زور له خلکو وباسي، کرایې او د سوداګریزو توکو بیې لوړې کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.