The news is by your side.

امریکايي جنرالانو د افغانستان په هکله څه وویل؟

د امریکايي او بهرنیو ځواکونو د وتلو او میشتېدلولپاره په کوردننه امریکا افغانستان او نړۍ کې بیلابیل نظریات موجود دي چې ډیری يې په دې حالاتو کې د امریکايي ځواکونو د غیري مسؤلو وتلو په هکله وايي چې زیاتي ستونزې به رامنځ ته کړي.

تازه دوه امریکايي جنرالانو د افغانستان په هکله د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله څرګندونې کړې او ویلي یې دي که چیري امریکا بې تدبیره له افغانستانه وزي نو د یوې درنې جګړې د پیل کولو امکان سته.

هغوی ویلي کچیري د سولې هوکړې بغیر امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووزي نو نه یوازي چې جګړه به ونه دریږي بلکي نوره به هم سخته سي.

د امریکا د مرکزي قومانداني قوماندان جنرال کېنټ مکینیزي په خپلو تازه څرګندونوکې د امریکايي عسکرو د بې تدبیرو وتلو په کله څرګندونې کړې او د راتلوونکو خطرونو په هکله يې خبرداری ورکړی.

مکینیزي ویلي کچیري د خبرو له لارې د افغانستان جګړې ته حل لاره پیدا نسي او په دې پړاو کې امریکايي عسکر له افغانستانه ووزي نو د یوې خونړۍ جګړې کولو امکان سته.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم ویلي چې د افغان ځواکونو ملاتړ به دوام ورکوي هغه هم ویلي کچیري یې سرتیري له افغانستان ووزي نو د افغانستان حالت نور هم خرابیدلی سي.

په کور دننه د امریکايي سیاسونو په نظره وروسته د دې امریکايي لوړ پوړو جنرالانو نظریه هم  مثبته او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتي کیدلو ملاتړي دي د دوی په اند که چیري بغیر له کوم تړونه افغانستان پریږدي نو دا د یوې بلې جګړې پیل کیدلای سي هغوی ویلي چې ژر تر ژره دي  د افغان سولې د هوکړې لپاره یو څه ترسره سي.

د سولې خبرې

که څه هم دوحه کې د سولې خبرو کومه نتیجه تراوسه نه ده ورکړې خو په روانه میاشت کې د ترکیې او روسیې کنفرانسونو ته هیلې سته چې د افغان سولې خبرو په برخه کې پرمختګونه رامنځ ته کړي تراوسه پوري ویل سوي چې د ترکیې کنفرانس به د افغان سیاسونو او دولتي پلاوی ترڅنګ طالبان هم په دې کنفرانس کې ګډون کوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.