The news is by your side.

مک‌کنزي: که امریکایان ووځي، طالبان به درنه جګړه و کړي

خبریال وېبپاڼه/ د امریکا پوځ د مرکزي قومانداني قوماندان جنرال فرانک مک‌کنزي وايي، که امریکایان له افغانستانه ووځي، جګړې او ګډوډي به شدت ومومي.

نوموړي لاس انجلس ټايمز سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې که د ټرمپ او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر اساس امریکایان په مې میاشت کې ووځي، نو طالبانو او حکومت به په ډېره پېچلې جګړه کې سره اخته شي.

هغه ویلي چې په دغه احتمالي جګړه کې به طالبان ګډوډیو جوړولو ته لاس اچوي، تر څو قدرت ترلاسه کړي او حکومت به بیا تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د واک د ساتلو لپاره د طالبانو ځپلو ته ملا وتړي.

جنرال مک‌کنزي دا هم ویلي چې د امریکایانو تر وتلو وروسته د افغانستان لویو ښارونو ته امنیتي تهدیدات زیات دي او غواړي چې د تهاجمي حملو له لارې لومړی کوچني او پسې لوی ښارونه ونیسي.

نوموړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو ځل بیا د سولې خبرو اترو کې یوې هوکړې ته په رسېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې امریکا هم نور له افغان جګړې په تنګ راغلې او نه غواړي چې خپل سرتېري دلته پرېږدي.

جنرال فرانک مک‌کنزي پر طالبانو غږ کړی چې نور جګړه پرېږدي او له حکومته یې هم غوښتي چې نور سولې ته د رسېدو او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا نوې طرحه ښه فرصت وبولي.

خو طالبان بیا وايي چې دوی د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې غوره لار ګڼي، خو که د خبرو اترو له لارې ستونزه نه حل کېده، بیا به په نظامي حل لارو فکر کوي.

دوی ویلي چې امریکایانو د خپلو سرتېرو د ایستلو مسوولیت لري او باید د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

په ورته وخت کې د هېواد د ملي امنیت شورا بیا وايي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د دوحې تړون وروسته یوازې د بهرنیانو سرونه خوندي دي او عام افغانان وژل کېږي.

ملي امنیت شورا زیاتوي، که بهرنیان ووځي یا ونه ‌وځي د جګړې د مدیریت او په نظام کې د طالبانو د راګډولو یوازېنۍ لار سوله ده او سوله د خبرو له لارې منځته راتلی شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.