The news is by your side.

د سولې خبرو کې نوی وړاندیز، طالبان به خوابدي شي

خبريال وېبپاڼه- په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان سفير وايي چې په دوحه کې ددې هېواد حکومت په طالبانو باندې کافي فشار نه دی اچولی‌.

په عربي متحده اماراتو کې افغان سفير جاوېد احمد وايي چې پکار ده د افغانستان د سولې خبرې په نوبت په څو هېوادونو کې وشي.

تر دې وړاندې هم په قطر هېواد باندې تور لګېدلی و چې په طالبانو یې لازم فشار نه دی اچولی حال دا چې طالبان له کلونو کېږي په دې هېواد کې مېشت دي او قطر ورباندې اوس خپله اغېزه لري.

د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې وروسته له هغه ممکنې شوې کله چې تېر کال د طالبانو سره په خبرو کې د امریکا متحده ایالاتو ومنله چې خپل پوځيان به له افغانستان څخه وباسي.

طالبانو په ۲۰۱۳ م کال کې په دوحه کې يو سياسي دفتر پرانيست چې په هغه وخت کې يو ځل د هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي او طالبانو ترمنځ په سمبوليکو مسايلو جنجال ددې دفتر رسمي فعاليت ودراوه.

د افغانستان سفير بيا وايي چې طالبان اوس په دوحه کې ډېر آرام دی او دا ارام بايد له دوی څخه واخیستل شي ترڅو يو کار وکړي د سفير له خبرو ښکاري چې وايي طالبان په دې هېواد کې د هېڅ ډول فشار لاندې نه دي بلکې ارامه یې ساته ډډې وهلې ده او په تمه دي خپلې ټولې غوښتنې یې افغان حکومت او امريکايان ومني.

د جاوېد په خبره قطر د یو کوربه په توګه له طالبانو څخه دا غوښتلی شوی چې په افغانستان کې د جګړې په شدت کې کم والی راولي خو قطر د خپل تاثير څخه په کامل ډول ګټه نه ده اخيستې ترڅو طالبان اوربند يا اورکم ته وادار کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر مطلق القحطانی تېره مياشت په خپلو څرګندونو کې ويلي و چې دوی ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې شدت راکم شي او بلاخره دا د سولې د خبرو دوام ته لاره پرانیزي.

په اماراتو کې هم د افغانستان سفیر د ولسمشر غني خبره تکراروي او وايی چې د قدرت د انتقال یوازینۍ لاره بيا صرف او صرف ټاکنې دي او بله لاره د منلو وړ نه ده.

تمه ده څو ورځې وروسته په مسکو کې په دې اړوند باندې غونډه جوړه شي او افغانستان د حکومت او طالبانو استازي هم پکې ګډون وکړي، تراوسه پورې په دې هکله دقیق مالومات نشته دي چې افغان حکومت به په دې غونډه کې د نه خلاصېدونکې غوټې په هکله څه ووايي که نه‌.

مګر ويل کېږي په ترکیه کې په جوړېدونکې غونډه کې به طالبان او افغان حکومت په مخامخ ډول سره کېني او کېدی شي چې حکومت هلته د انتقالی موقت حکومت مسله راپورته کړي او په دې ماده کې د تعدیل او بدلون غوښتنه وکړي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.