The news is by your side.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق ارین ښکرور دروغ

خبريال وېبپاڼه- د کورنیو چارو د وزرات په وياند طارق آرين باندې نیوکې په زياتېدو دي، ښاغلي ارین نن یوه ادعا وکړه چې دوی د يوې خصوصي رسنۍ په هکله داسې نښې ترلاسه کړې دي چې ګواکي دا رسنۍ د چاودېدونکو توکو په انتقال کې لاس لري.

د کورنیو چارو وزارت وياند طارق آرين په خپل ټويټر کې داسې ليکلي دي؛ په تاسف سره ومو موندله چې يوه خصوصي رسنۍ د چاودېدونکو موادو په انتقال کې لاس لري، په دې هکله جدي پوښتنې شتون لري او موږ د مطلوبو ځوابونو د ترلاسه کولو کار کوو.

خو په ټولنيزو رسنيو کې خبريالان، د خبريالانو د ساتنې ادارې او بنسټونه د طارق دغه کار د مسلکيتوب څخه لرې او د عجلې او بيړې ډک بولي.

خبريالان وايي چې پکار وه لومړی ښاغلی آرين او د کورنیو چارو وزارت د خپلو جدي پوښتنو جدي ځوابونه پيدا کړي، وروسته دا جريان محکمې ته وړاندې کړي بيا دا خبره له خلکو او رسنيو سره شريکه کړي.

د افغان خبريالانو دفاعي کمېټې هم د کورنیو چارو د وزرات څخه د طارق آرين د څرګندونو په هکله وضاحت غوښتی دی او له دې بنسټ څخه يې غوښتي چې د خبر په ورکولو کې د دقت او کره والي اصل په نظر کې ونيسي.

د چارو شننونکي وايي چې د افغان مقاماتو له لوري دا ډول بې وخته او بدون له کره والي او کره کتنې څرګندونې د افغان خبريالانو ژوند ته ګواښ متوجه کولی شي، د شنونکو په خبره چې په افغانستان کې په خبريالانو باندې د ژوند دايره د مافیا او تروريستي ډلو له لوري راتنګه شوې ده داسې نه چې افغان حکومت دې هم د خبريالانو په وړاندې داسې بې احساسه څرګندونو سره دوی ژوند له بل خطر سره مخ کړي.

د بلې خوا بيا د افغانستان د یوه خصوصي تلويزيون يوه خبرپاڼه په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي په کومه کې چې ددې نهاد له لوري د نوي کال د لمانځلو لپاره د اور لوبو د ځينو موادو د اخيستلو لپاره د بلخ د والي څخه اجازه غوښتل شوې ده.

په ټولنيزو رسنيو کې دا ډول څرګندونې هم شتون لري چې ګواکي د کورنيو چارو د وزرات وياند دې دا تلویزیون په نښه کړی وي، خو د کورنيو چارو وزارت تراوسه په زغرده د کومې رسنۍ نوم نه دی اخیستی.

په دې وروستیو کې د بل هر وخت څخه زيات په افغانستان کې د خبريالانو ژوند په خطر کې دی، له همدې کبله ګڼو خبريالانو هېواد پرېښودو او نورو هېوادونو ته یې پناه يوړه، افغان خبريالان د يوې خوا د طالبانو د بلې خوا د هغه مافیا چې د حکومت بيرون ده او د بل لوري بيا د هغه مافیا له ګواښ سره مخ دي چې په حکومت کې قوي ملاتړي لري.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.