The news is by your side.

طالبان اوس هم د سلام شبکې دښمنان دي؛ علت څه دی؟

خبریال وېبپاڼه/ وسله والو طالبانو له سلام مخابراتي شبکې سره د خپلې دښمني په لړ کې دا ځل په تخار کې د دغې مخابراتي شبکې مسوولین په مرګ ګواښلي.

په یاد ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې مسوولین وايي، وسله والو طالبانو ورته ویلي چې که د مازدیګر تر پنځو بجو وروسته یې شبکه فعاله کړه، نو وبه وژل شي او مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.

دوی ویلي، دا لومړی ځل نه دی، چې د وسله والو طالبانو لخوا په مرګ ګواښل کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم څو څو ځله اخطارونه ورکړل شوي او ان پر دفترونو یې وسله وال بریدونه شوي، انتونه یې ور سوځولي دي.

د تخار یو شمېر اوسېدونکي هم مني چې په دې ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې پر فعالیتونو بندیز لګېدلی او تر ټاکلې مودې پرته ورته د فعالولو اجازه نه ورکوي.

دوی زیاتوي چې څو څو ځله طالبانو د سلام مخابراتي شبکې انتنونه هم سوځولي دي او کارکوونکي یې په مرګ ګواښلي دي.

د تخار د فرخار ولسوالۍ یو اوسېدونکی سیف الدین وايي، سره له دې چې په سیمه کې یې نورې مخابراتي شبکې سم کار نه کوي، وسله والو طالبانو د سلام مخابراتي شبکې خدمات محدود کړي دي.

د نوموړي په خبره، سلام یوازېنۍ مخابراتي شبکه ده، چې د تخار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په منظم ډول فعالیت کوي او خلک یې له خدماتو څخه په پوره ډول خوښ دي، خو د طالبانو له خبرداري وروسته اوس په یاد ولایت کې د سلام خدمات د شپې او ورځې لخوا تړل شوي دي.

د تخار د اشکامش ولسوالۍ یو تن بل اوسېدونکی ګلبدین امیري بیا د نورو شبکو په پرتله د سلام مخابراي شکبې خدمات ارزانه بولي او پر طالبانو نیوکه کوي چې د سلام مخابراتي شکبې پر فعالیتونو بندیز دوی ته اقتصادي زیانونه هم اړوي.

د یاد ولایت د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژي رئیس عبدالغفور تلاش وايي، طالبانو د دې ولایت په ډيرو سیمو کې د سلام شبکې لاینونو قطع کړي، چې ولسونه یې له سختو ستونزو سره مخ کړي.

د تلاش خبره، دوی څو ځله هڅه کړې چې د قومي مشرانو په منځګړیتوب دغه ستونزه حل کړي، خو هیڅ نتیجه یې نه ده ورکړې او طالبان په خپل دریځ ولاړ دي.

څه موده وړاندې د طالبانو د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظيم کمېسيون لخوا په خپره کړې اعلاميه کې د سلام مخابراتي شبکې مرکزونه او ټاورونه د نظامي هدف په توګه اعلان کړي وو.

طالبانو هغه وخت ویلي و، کوم فایبر چي د انټرنیټ لپاره دغه شرکت تر ځمکه لاندې غځولی قطع کېږي، له پرسونل، وسائلو او وسائطو سره به يې د استخباراتي ارګان سره تړلو کسانو او اجناسو په څیر چلند کېږي او که يې له چا سره سيم کارډ پیدا شي قانوني چلند به ورسره کېږي.

طالبانو ادعا درلوده چې امريکايان او استخبارات په شپنيو چاپو او ډرون بريدونو کې په افغانستان کې د ځينو مخابراتي شبکو، په ځانګړي ډول سلام شبکې څخه ګټه پورته کوي.

اصلي علت څه دی؟

که څه هم وسله وال طالبان وايي چې د د ډرون بریدونو د مخنیوي لپاره دوی پر مخابراتي شبکو وخت ناوخته بندیزونه لګوي، که دا خبره رښتیا وي، بیا ولې پر نورو شبکو هم د سلام شبکې په څېر قاطع بندیز نه لګوي؟ ایا هغه په ډرون حملو او استخباراتي معلوماتو کې مرسته نه شي کولای او که بله موضوع ده.

حقیقت دا دی چې سلام یوه دولتي مخابراتي شبکه ده چې عواید یې ټول دولت ته ورځي او تر یو حده شفافیت هم پکې دی، ځکه خو طالبان د پاکستان په اشاره نغواړي چې دلته دولتي عواید لوړ شي، ملي بنسټونه جوړ شي او په ټوله کې افغانستان پر ځان بسیا شي.

بل علت دا دی چې سلام شبکه وسله والو طالبانو ته باج نه ورکوي، ځکه د دغې شبکې انتنونه او نور اړوند دفترونه اکثره په دولتي ودانیو کې دي چې تر ډېره خوندي دي، مګر نورې شبکې طالبانو ته باج ورکوي او که باج ورنه کړي بیا فعالیت نه شي کولای.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.