فضلي ولې د افغان ځوانانو پر ځای بهرنیان ګمارلي؟
خبریال وېبپاڼه/ که څه هم تر دې وړاندې د جمهوري ریاست د چارو پر ادارې د واک د انحصار ادعاوې کېدې، خو اوس تازه د ارګ کره سرچینو کابل پریس کلب ته ویلي چې د دغې ادارې مشر فضل محمود فضلي لسګونه مامورین په غیر قانوني توګه له دندو ګوښه کړي دي.
سرچینو زیاته کړې، ګوښه کړل شوي کسان، چې شمېر یې تر سلو ډېر دی، د تعصب او شخصي علایقو پر بنست د محمود فضلي لخوا له دندو لیرې شوي او پر ځای یې نوي کسان ګمارل شوي دي.
سرچینې د نیوکې په ډول ویلي چې ګوښه کړل شوي کارکوونکي له ارزونې او رسمي خبر ورکولو پرته د اړوندو ریاستونو لخوا ګوښه شوي دي، چې هیڅ قانوني او اصولي بڼه نه لري.
د سرچینې په خبره، د یادو کسانو بستونه پر خپل ځای دی، ځینو ته له ازموینې پرته د محمود فضلي خپلوان، ملګري او د نورو چارواکو نږدې کسان ګمارل شوي او ځینې بیا تر اوسه خالي پاتې دي.
د کره معلوماتو له مخې، فضلي هغه کسان د خپلې علاقې له مخې له دندو شړلي چې د لېسانس او ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې او پریمانه کاري تجربه لري، خو پر ځای یې غیر مسلکي او داسې کسان ګمارل شوي، چې نه یې مسلک له اړوندې دندې سره سر خوري او نه یې وړتیا لري.
د چارو د ادارې د پارلماني چارو مخکېنی رییس عبدالله مصباح وايي، شاوخوا یوولس کاله یې د ولسمشرۍ ماڼۍ په بېلابېلو برخو کې کار وکړ، خو اخر یې له فوق بست څخه کور ته ولېږه.
هغه له خپلې دندې د ګوښه کېدو علت هم په ډاګه کړ او ویې ویل: (( تر ټولو سخته خبره راته دا وه چې راته وویل شول، چې ته پښتون یې، ځکه مو نه نور نه یې په کار. د دې خبرې ثبوت هم لرم.))
نوموړی د دولتي ادارو د ګوښه کېدو پر پروسه نیوکه کوي او وايي، چې تر ننه رسمي ادارو کې دا اصول جوړ نه شول چې ولې او څنګه باید یو مامور ګوښه کړل شي.
د چارو د ادارې د مشر لخوا د واک په ناقانونه توګه د مامورینو لیرې کول او د اړیکو پر اساس د نویو کسانو ګمارل نوې خبره نه ده، تر دې وړاندې حتی وزیران، والیان، معینان، ولایتي رییسان او نور لوړ رتبه دولتي ماموین د نوموړي لخوا د شخصي علایقو پر بنسټ له دندو ګوښه شوي دي.
د مالیې مخکېنی وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د کندهار مخکېنی والي حیات الله حیات، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین اجمل شاپور او یو شمېر نور لوړ رتبه کسان هغه مامورین دي چې د فضلي لخوا د شخصي علاقې پر اساس له دندو ګوښه شوي او یا د حمد الله محب او محمود فضلي ترمنځ د اختلاف ښکار شوي او دندې یې له لاسه ورکړي دي.
د شنونکو په باور، په ارګ کې یوازې هغه کسان چلېږي، چې د محمود فضلي په مشري د ولسمشر غني د ټیم کسان وي، دا چې وړتیا لري او که نه دا مطرح نه ده، خو چې یوازې د ارګ مېشتو ماتې او ګوډې حکومتدارۍ ته یو پرتوګ وګنډي، هماغه مسلکي او سم سړی دی.
د محمود فضلي يو مقرر کړي کس دری کاله د مړي سره قراداد کړی
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.