The news is by your side.

د پوستکي سرطان نښې نښانې څه دي؟

خبریال ویبپاڼه:سرطان یو داسې ناروغۍ ده چې په نړۍ کې یې تراوسه درملنه نه ده پیدا شوې او له بده مرغه ورځ تر بلې زمونږ د ټولنې خلک یې له امله مړي.

د انسان په بدن کې کله چې حجرې په غیر عادي ډول رشد وکړی نو د سرطان په نامه یادېږي. یو له دې سرطانونو څخه د پوستکي سرطان ده. د پوستکي سرطان یو له هغه سرطانونو څخه دی چې که په لومړنیو وختونو کې معاینه وشي او وپېژندل شي نو له نیکه مرغه درملنه یې امکان لري.

دا چې د پوستکي سرطان څه ډول و پېژنو او د دې خطرناک سرطان نښې څه دي نو په دې لیکنه کې په تفسیر سره پرې بحث شوی ده.
هغه نښې او علایم چې د پوستکي د سرطان ښکارندوینه کوي او د دې نښو په لیدو سره باید ډاکټر ته مراجعه وکړو هغه دا نښې نښانې دي.

۱ـ کله چې ستاسې پر مخ یا کومه بله برخه د بدن مود پوستکي په برخه داسې یو زخم وي چې هغه په درې یا څلور میاشتو کې هم جوړ نه شي.  نو دا د جلي سرطان یا هم د پوستکي سرطان لویه نښه ده.

۲ـ داسې یوه لکه یا بخار شکل مو په پوستکي کې پیدا شي چې هغه ورځ په ورځ غټېږي او وینه هم کوي،او سره دې نښو حساسیت یې بدلون کوي.

۳ـ په عمومي ډول  ویلی شو ټول هغه زخمونه چې دا لاندې ذکر شوي معیارونه ولري باید پرې مشکوک شو او په دې وخت کې داکټر ته مراجعه وکړو.

۱: نا مناسبه یا بد شکله زخم چې په لیدلو یې انسان کرکه کوي.
۲: د زخم شاوخوا نا منظم وي.
۳: رنګ یې یو ډول نه وي او وار په وار بدلېږي.
۴: بر یې له شپږ ملی مترو څخه ډېر وي او ورځ په ورځ نور هم زیاتېږي.

۵: هغه بخارونه او وړې دانې چې ظاهري بڼه یې ورځ تر بلې بدلون کوي او رنګ یې هم بدلون وکړي په ورته وخت کې ورځ تر بلې ضخیم یا کښته کېږي.

یادې نښې چې مو کله بر پوستکي راښکاره شوې نو هر څومره ژر چې کېږي باید پرته له کومه ځنډه ډاکتر ته ورشئ.

ملانوم چې یو له د سرطان له جدی او خطرناکو ډولونو څخه شمېرل کېږي پرته له دې چې تاسې د ملانوم په پېژندنه کې ځانته تېروتنه وکړئ باید وپوهېږئ چې ټول بخارونه او دانې د ملانوم نښې نښانې نه دي.  چې باید ډېر غور پکې وشي.

هر زخم او بخار ملانوم او سرطان نه دی؛ خو بیا هم باید پر پوستکي د زخم او دانو د دومداره کېدو په صورت کې ډاکتر ته ورشئ او په دې برخه کې پاملرنه وکړئ.

د پوستکي په سرطان ډېری هغه کسان اخته کېږي چې د ورځې لخوا ډېر لمر ته ګرځي او هغه خلک چې سپین پوسته وي نو د دوی جلد ډېر حساس وي چې د پوستکی په سرطان اخته کېږي. او یا هم هغه کسان چې پخوا یې په کورنۍ کې  ځینې کسان ملانوم ولري نو د دی امکان ډېر دی چې د پوستکې سرطان شي.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.