The news is by your side.

د غني حکومت نور ځای نه لري

د نیوزویک مجلې تازه لیکنه

لیکوال ایمل فیضی

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

افغان دولت هغه لاره وهي کومه چې له مخې یې غواړي د امریکې له ستراتیژۍ څخه را پنزول شوي کړنلاره پلي کړي.

ایا کیدای شي دا د افغان ولس د یو والي او د سیمې او افغانستان  ټیکاو له زیانمنولو پرته پلي شي؟

افغان ولسمشر اشرف غني ته د  امریکې بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وروستي لیک لا وختي د دغه حکومت خام بنسټ لړزولی دی.

په هغه دری پاڼیزه پيغام کې له غني غوښتل شوی وو چې چټک وخوځیږي او له نورو افغان مشرانو سره د ملګرو ملتونو په مشرۍ په ترکیه کې د سولي د جوړیدونکي غونډي کې د ګډون لپآره ګډ کار وکړي.

دغه غونډه په دې موخه جوړیدونکي ده چې له طالبانو او افغان حکومت سره په ګډه یو ټول ګډونی حکومت رامنځ ته کړي.

په لیک کې افغان ولسمشر ته خبرداری ورکړی شوی وو که چیرته د سولي په لاره کې په چټکۍ ګامونه وانخلي، جګړه به نوره هم سخته شي، او طالبان به په دې برخه کې لاس ته راوړني ولري او هر څومره ځنډ به د یو تل پآتي ډزبندي او سیاسي روغي جوړي پروسه وځنډوي.

لکه څرنګه چې دغه لیک ته کتل کیږي افغان ولسمشر ته درندې چاري ور په مخ کي دي.

ولسمشر غني ته دا ګرانه ده چې د افغانانو له مشروي پرته د سولی پروسه هغسي چټکه کړي کومه چې یې امریکا غوښتنه لري.

غني او ډله یې باید د سولي په لار کې له طالبانو سره د خبرو لپاره د نورو خنډونو له جوړولو لاس واخلي. د افغانستان سیاسي مشرتابه باید به یوه واحد نظر د امریکې په  مشرۍ د سولي په یاده پروسه کې خوځښت وکړي.

هغوي باید د امریکې د سولي روان بهیر کلک ملاتړ وکړي. د سیمي ملکونه باید په ډیر احتیاط او له نږدې له افغان مشرتابه سره د امریکې او پاکستان د ګډي همکارۍ د روان بهیر په برخه کې مرسته وکړي.

پاکستان هغه هیواد دی چې قطر ته یې د طالبانو د مشرانو د تګ زمینه برابره کړي وه او دا هم اسلام اباد وو چې د طالبانو او امریکې تر منځ یي د سولي هوکړه شوني کړي ده.

په کابل کې  د امرالله صالح په ګډون غني او ډله یي ډیر نا آرامه او هوښ الوتي ( هوش پرک) ښکاري.

هغوي په ښکاره له واشنګټن سره خپله بي میلي او بي علاقه ګي څرګندوي.

لومړي مرستیال امرالله صالح په دې ورستیو کې وویل دوي به کله هم داسي هوکړې ته غاړه کینږدي کومه چې حاکم سیستم، د  افغان ولس لاس ته راوړني او د راي ورکولو حق له خطر سره مخامخ کوي.

په ظاهراُ د صالح دا خبري د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر د وروستي لیک په غبرګون کې وی.

داسي هم ښکاري چې دا به امرالله خان وو چې یاد محرم لیک یي له رسنیو سره شریک کړی دی.

خو داسي غبرګونونه او احساساتي ویناوی هیڅ ځای نه نیسي، ځکه له طالبانو سره د سولي کیلي له امریکې او پاکستان سره ده.

د غني ادارې باید ډیر پخوا له واشنګټن څخه د پاکستان په باب د هغه هیواد د پالیسي ( له ترهګرۍ سره جګړې) په اړه پوښتلي وای.

واک ته د غني د دوهم ځل رسیدو له لومړیو وروځو غني او ډلي یي د واشنګټن د ګټو استازولي کوله. غني له لومړیو ورځو د ترهګرۍ سره د امریکې د جګړې د افغاني کولو هڅه کوله خو د غنې د جګړې د دغې ناروغي پالیسي له کبله افغان ځواکونه له ترهګرۍ سره د امریکې د پیل شوي جګړې په لومه کې بند شول او هغوي د طالبانو په ګډون له ټولو هغو ډلو سره په جګړه کې ښکیل شول کومي چې له پاکستانه فعالیت کوي.

واشنګټن ته اجازه ورکړل شوه چې یو ځل بیا له بیپیلوټه الوتکو او د کورونو د تلاشۍ په برخه کې لوی لاس ولري او تر څنګ یي بي ګناه ملکي افغانان ونیسي.

په تر سلو ډیرو جګړیزو عملیاتو کې چې هرورځ تر سره کیدل، ولسمشر غني داسي یو خاص فرمان لاسلیک کړی وو چې بهرنیو ځواکونو ته اجازه ورکړل شوي وه تر څو له ترهګرۍ سره د مبارزي په تور نیول شوي افغانان له محاکمي پرته په خپلو زندانونو کې وساتي.

په زرګونو افغانان له قانوني او حقوقي پروسو پرته بندیان کړای شول. د امریکایي ځواکونو د خوشهاله کولو لپاره غني او د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح دوه هغه لومړي کسان ول کومو چې په افغان خاوره په بربنډه د امریکايي ځوکوانو د عملیاتو ملاتړ اواجازه ورکړه او تر څنګ یي هغوي ته د بمونو او بي پیلوټه الوتکو د بریدونو لوی لاس ورکړ.

په دې سیمه کې، په امریکا د غني له حده زیاتي اتکا، د ایران، روسيي او چین په ګډون په سیمه کې د مقتدرو هیوادونو او افغانستان تر منځ د بي باورۍ فضا نوره هم پراخه کړه.

دغه هر هیواد، د خپلو امنیتي اندیښنو مطابق له طالبانو سره په جلا جلا توګه خپلو اړیکو ته پراخوالی ورکړ.

له امریکې او د سیمي ملکونو سره د طالبانو د اړیکو پراخوالي د غني نامشروع حکومت څنډي ته کړ.

په کور دننه، د افغان حکومت غیرواقعي او لنډ لیدو پالیسیو دغلته د میشتو قومونو تر منځ بیلتون او ستونزو ته لمن ووهله.

د جګړې پراخیدل، نا امني، فساد او بیکاري هغه لاملونه دي چې خلک یې له حکومت څخه بیل کړل. د ملک پلازمیني امنیت په برخه کې د سم مشرتوب نشتون د ملکي تلفاتو شمیره لوړه کړه.

مقناطسي بمونه هره ورځ د ماشومانو، ښځو او ځوانانو په ګډون د افغانانو ژوند اخلي.

له حکومت څخه د خلکو نا رضایتي حتی دې حد ته رسیدلی چې په دې ورستیو کې دیني مشرانو هم د غني او د هغه د ټیم پر وړاندي غږ پورته کړی دی.

په تیره میاشت کې د پلازمیني کابل په ګډوند ملک په بیلا بیلو برخو کې د دیني مخورو لاریونونه له ورایه د خلکو د قهر او غوصي د پاریدلو لاسوندونه دي.

دولت د دې پر ځای چې خلکو ته خدمت وکړی، په جعلي لاریونونو د خلکو مرې وتړي.

د کابل( د امن او ټیکاو د دروغینو وعدو تر څنګ)چې پکې غلاوي، شوکې، سړي تښتونه  او وژنې هم شامل دي، حکومت د خلکو او ولسونو د ساتلو دروغین شعارونه ورکوي.

ادامه لري…

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.