The news is by your side.

غني امریکایانو ته د چاپو او خپل سرو توقیفونو فرمان ورکړی

خبریال وېبپانه افغان پخوانی ولسمشر حامد کرزي پخواني ویاند تور لګولی چې ولسمشر اشرف غني امریکایيځواکونو ته د شپنیزو چاپو او خپل سره نیونو لپاره تازه فرمان ورکړی دی.

ایمل فیضي دغه څرګندوني نیوزویک مجلی ته کړي دي.

فیضي ویلي چې ولسمشر همدا راز امریکایانو ته د ترهګرۍ سره دجګړې تر نامه لاندي کمپاین کې د بمونو او بي پيلوټه الوتکو د کارولو اجازه هم ورکړي.

نوموړی چې اوس له هیواده بهر اوسیږي حکومت په قومي نفاق او همدا راز د حالاتو په نه کنترولو تورنوي.

هغه ویلي:؛ جګړې پراخیدل، نا امني، فساد او بیکاري هغه لاملونه دي چې خلک یې له حکومت څخه بیل کړل. د ملک پلازمیني امنیت په برخه کې د سم مشرتوب نشتون د ملکي تلفاتو شمیره لوړه کړه.ُ

ایمل فیضي همدا راز د بمونو او چاودنو په زیاتیدو اندیښنه وښوله او د افغان وژني د مخ نیوي لپاره یي د غني پالیسي نا کامه او شړیدلي وبللي.

  د حامد کرزي له ادرسه پر محمد اشرف غني دا تورونه په داسي‌ مهال لګول شوي چې اشرف غني په کور دننه او بهر له دې نیوکو سره مخامخ دی چې ګواکې د واک تر څوکۍ یې لاسونه ایستلي‌او سوله نه غواړي.

پر ولسمشر اشرف غني دا تورونه هم پوري شوي دي چې په حکومت کې دننه ځیني کړۍ یې هڅه کوي چې د سولي د ناکامه کولو لپاره د توندلارو پر پله پل کښېږدي او دا جګړه لانوره شدیده کړي.‌

په نیوز ویک مجله کې د ایمل فیضي څرګندونې په داسي حال کې خپرې شوې دي چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت محمد اشرف غني‌ته په یوه امرانه لیک کې لیکلي دي چې د سولي د پروسې له ګډوډولو دې ډډه وکړي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي او استاد عبدالرب رسول صیاف خبرو ته دې غوږ کښېږدي.‌

که څه هم محمد اشرف غني بې له کومه ځنډه د امریکا آمرانه لیک ته مثبت او عملي‌ځواب ورکړ؛‌خو داسي ښکاري چې لا هم د پردې ترشا داسي‌خبرې شته دي چې پخپله حامد کرزي ته د منلو وړ نه دي.‌

په داسي‌یوه مرحله کې چې د سولي‌خبرې تربل هروخت سره نېژدې شوې دي امریکا یانو ته د بمبار کولو اجازت ښايي غني نور هم له ولس نه لیري کړي.‌

میرویس جلالزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.