The news is by your side.

فرهان یوسفزی د عزیز الله فضلي پر قدم!

خبریال وېبپاڼه د افغانسان د کرکټ بورډ پخوانی مشر عزیز الله فضلي نالوستی سړی وو؛ خو په کرکټ او افغان ټولنه د فرهان یوسفزي په اندازه زیات پوهېده؛ نوموړی چې کله د کرکټ بورډ چرمین اعلان شو؛ هم مهاله یې په کرکټ بورډ کې د مافیا يي کړۍ د ماتولو هڅه وکړه؛ داسي یوه هڅه یې وکړه چې تر ده وړاندي کوم بل چرمین نه وه کړې.‌

البته د عزیز الله فضلي تر ټولو ستره نیمګړتیا داوه چې پر خپل واک او څوکۍ باندي ډېر وېرېده او د څوکۍ د ساتلو لپاره یې پر ځینو داسي کسانو تکیه وکړه چې هغه نه یوازي ‌دا چې د هم دغې مافیا بنسټ ایښودونکي وو؛ بلکه د عزیزالله فضلي سرسخت دښمنان هم وو.

هم هغې مافیايي کړۍ هڅه وکړه چې چرمین عزیزالله فضلي د وخت د اجرایه ریس شفبق ستانکزي په خلاف وکاروي؛ مافیايي کړۍ فضلي ته دا ورفهموله چې شفیق ستانکزی ددوی ملګری او دوی ته نېژدې کس دی او ورو ورو یې له کرکټ بورډ نه د شفیق ستانکزي د ایستلو هڅې پیل کړې.

د شفیق ستانکزي شړل له بورډ نه ځکه د مافیايي ‌کړۍ لپاره مهم وو چې له یوې خوا شفیق ستانکزی له بورډ نه تر وتلو وروسته په اتومات ډول د عزیزالله فضلي مخالف کېده او له بله اړخه هم داسي‌ په اتومات ډول د مافیايي کړۍ غېږې ته لوېده.

ددې مافیايي ‌کړۍ مشرعاطف مشعل وو؛ ځینو د کرکټ څارونکو بیا بیا دا خبره کوله چې مشعل ځیني مشهوره پخواني لوبغاړي‌ بلکمیل کړي دي او مجبوري ‌دي چې د مشعل لپاره به لوبه کوي.

ښاغلی مشعل په مچ فکسنګ او د افغان کرکټ بورډ د پیسو په غلا کولو تورن وو؛ وروسته یې دوسیه څارنوالي ‌ته هم لاړه.

کله چې عزیزالله فضلي شفیق ستانکزی له بورډ نه وشاړه؛ شفیق د نړۍ وال جام پر مهال بیا بیا هڅه وکړه چې د عزیزالله فضلي قانع کړي‌ چې بورډ او لوبډله چپه لورته روانه ده؛ آن تر دې چې دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې کرکټ به سم لورته بیايي‌ او له یوبل سره یې قسمونه هم وکړل؛ خو هغه وخت عزیزالله فضلي پر شا شو او شفیق ستانکزی د کرکټ مافیا غېږي‌ ته ولوېدو.‌

که څه هم اکثره خلک دا فکر کوي‌ چې د کرکټ مافیا بنسټ ګر به شفیق ستانکزی وي؛ خو اصله خبره سرچپه ده؛ دا مافیا له ځینو لوبغاړو جوړه او عاطف مشل یې مشر دی.‌

په افغانستان کې د کرکټ مافیا وتوانېده چې د عزیزالله فضلي ریښې وروکاږي او پر ځای یې فرهان یوسفزی راشي.‌

فرهان یوسفزی یو قرار دادي دی او د افغان حکومت نه د اجمل غني په مټ لويي پروژې اخلي ؛ نوموړی په دغو پروژو کې د حمدالله محب سره هم شراکت لري؛‌ ښاغلی یوسفزی چې کرکټ بورډ ته هم د یوه تجارت په سترګه ګوري په دانسته او نادانسته ډول د کرکټ مافیا په غیږ کې اخیستی دی؛ البته د نوموړي ‌هوښیاري ‌داده چې د افغان کرکټ لیګ د یوې پخوانۍ دوسیې په مټ یې شفیق ستانکزی له مافیايي‌ کړۍ لیري ساتلی؛ یا په بله معنا ښايي شفیق ستانکزي له کرکټ بورډ‌نه مخ اړولی وي؛ خو دا چې فرهان یوسفزی په کرکټ نه پوهېږي بله نا پوهي یې داده چې د کرکټ بورډ چارې یې هم یوه داسي ‌غیري مسلکي ټیم ته سپارلې دي چې ګټه یې په اتومات ډول د کرکټ مافیايي کړیو ته ځي‌.

دافغانستان د کرکټ پر مافیايي‌لوبغاړو دا تورونه دي‌ چې د نړۍ والو لوبو پر مهال مچ فکسنګ کوي او داسي‌وخت هم راغلی چې د ځینو باخبره سرچینو په وینا چې یوه لوبغاړي د یوه (بال) په ناسم کولو سلزره ډالر هم اخیستي دي؛ خو دا شواهد نه دي‌را برسېره شوي.‌

اوس له کرکټ بورډ نه داسي ‌خبرونه راوزي ‌چې فرهان یوسفزي ‌د کرکټ له مافیا سره لاس یو کړی او په مچ فکسینګ کې ککړ لوبغاړي‌ په نړۍ والو جامونو کې لوبوي او ددې کار په مقابل کې له لوبغاړو نه پیسې اخلي.

که څه هم د فرهان یوسفزي‌ د پیسو اخیستلو ثبوتونه لا نه دي‌راوتلي‌ خو د کرکټ بورډ نه را بهر شوي ‌خبرونه وايي‌ چې فرهان یوسفزی د خپل پخواني‌ سکرتر(بارکزي) په لاس دا تجارت کوي.‌

بارکزی اوس په کاناډا کې مهاجر دی خو له لوبغاړو سره مخامخ اړیکي‌ لري ‌او د کرکټ بورډ د یوه چارواکي ‌په وینا چې په کرکټ بورډ‌کې دننه درې کسان چې یو یې نثار افغان؛ ډ‌اکټر نصرت الله؛ حکمت حسن نومیږي‌ د مافیايي کړیو سره دراکړي‌ورکړې کار ورته کوي.‌

دا درې واړه کسان تر نورو چارواکو پخپله ښاغلي ‌یوسفزي ‌ته نېژدې کسان دي‌ او اوس داسي‌ ښکاري چې د یوې نوې مافیا بنسټ ایښودونکي‌ هم هم دوی دی.‌

 دا کسان هڅه کوي‌ چې د کرکټ په ملي ‌لوبډله کې پخواني‌ هغه لوبغاړي ولوبوي‌ چې مخامخ په مچ فکسنګ کې یا ښکیل یا د کمېشن ورکولو توان او طاقت لري.په ملي‌لوبډله کې یوځل بیا زاړه او تجربه شوي ناکام لوبغاړي ځایول پخپله پردې دلالت کي چې فرهان یوسفزی د مافیايي کړیو سره یا یوځای شوی یا د مافیا ښکار شوی چې ښايي ډېر ژر خپله څوکۍ له لاسه ورکړي.‌

کرکټ چې دافغانانو د خوشحالي ‌لوبه ده او تر ډېره بریده افغانانو ته خوشحالي ورکوي؛ باید له داسي‌ حالته وژغورل شي؛ که څه هم زه هڅه کوم چې د کرکټ بورډ د وروستیو ناخوالو وار په وار پرده اوچته کړم او افغان ولس خبر وساتم؛ خو په دې کار کې تاسو هم ونډه لوبه ولای شئ او هڅه وکړئ‌چې دا معلومات د ولس تر هره فرده ورسیږي؛ زما کوښښ‌ دادی چې معلومات خپاره کړم او تاسو یې له نورو سره شریک کړئ؛ په ګډه به دا کرکټ بورډ او دافغانستان د خوشحالیو یوازینۍ منبه له بدمرغې مافیا ژغورو.‌

لیکوال : انجینر سید احمد همدرد

کرکټ بورډ: دچرمین فرهان یوسفزي‌ له فساده پرده اوچته شوه

فرهان کرکټ ته څه او کرکټ بورډ فرهان ته څه ورکړل ؟‌

  

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.