The news is by your side.

فرهان کرکټ ته څه او کرکټ بورډ فرهان ته څه ورکړل ؟‌

خبریال ویبپاڼهد ۲۰۱۹ عیسوي کال په لمړیو کې د افغانستان د ولسمشر د دفتر د پخواني‌ ریس سلام رحیمي‌ چې اوس د سولي‌ وزارت وزیر دی او د ولسمشر د وراره اجمل غني‌ ترمنځ اختلافات له ارګ نه د هیواد  نورو ادارو ته وغځیدل . دا داسي وخت وو چې اجمل غني‌ په خپل ټول توان او طاقت سره هڅه کوله چې سلام رحیمي له ارګ نه بهر کړي‌ او له اشرف غني‌ سره د اړیکو غځېدلي مزي یې ور وشلوي .

اجمل غني‌ هڅه کوله چې د سلام رحیمي په سپارښتنه پر لویو دولتي څوکیو ناست کسان له دندو لیري کړي‌ او پر ځای یې ځانته باوري‌ کسان وګوماري .

هغه وخت د سلام رحیمي په سپارښتنه عزیز الله فضلي د کرکټ بورډ چرمین ټاکل شوی وواو دا د اجمل غني‌ لپاره یو اسانه ټارکټ وو چې ویې نړوي او پر ځای یې د خپلې خوښې یو کس وټاکي‌؛ ځکه هغه مهال تر بل هروخت په کرکټ‌ پسي غوغا زیاته شوې وه .

د فرهان یوسفزي‌ د سیاسي سفر پیل !

دافغانستان یو پخوانی او د بریتانیا اوسنی اوسېدونکی تجار فرهان یوسفزی بیا په دې وخت کې هڅه کوله چې وزارت ته لار هواره کړي‌؛ خو دا چې نوموړی یوه نومورکې څېره وه غوره دا وګڼل شوه چې کرکټ بورډ‌ ته د چرمین په صفت واستول شي‌ چې سیاسي‌ کریکټر یې جوړ شي‌، وپېژندل شي‌ او وروسته به کوم وزارت ته معریفي کړل شي‌.

کله چې تېر ۲۰۱۹ کال د کرکټ په نړۍ واله جام کې افغان لوبغاړو د خپلمنځي اختلافاتو له کبله پرله پسې ماتې وخوړې؛ ولس خپله غوسه پر عزیزالله فضلي وایستله او اجمل غني ته موقع مساعه شوه چې د سلام رحیمي‌ په سپارښتنه پر څوکۍ ناست عزیز الله فضلي په اشرف غني لیري او پر ځای یې فرهان یوسفزی د کرکټ بورډ چرمین مقرر کړ.

فرهان یوسفزی او د کرکټ بورډ چرمیني !

فرهان یوسفزی چې د کرکټ نه په بشپړ ډول نا خبره وو ؛‌ په دې نه پوهېده چې د کرکټ بورډ‌ سره څنګه چلند وکړي‌،‌ ځکه دا جنجالي اداره کابو کول په سیاست او کرکټ‌ کې بې تجربه کس ته اسانه نه وو.

فرهان یوسفزي د کرکټ بورډ له جنجالونو د پرشا کېدو په سبب د سکرټر په توګه د عبدالله بارکزي په نوم یو کس په نده وګوماره . چرمین خپل سکرټر ته ورو ورو ټول صلاحیت وسپاره او د کرکټ بورډ د چارو سامبالښت د فرهان یوسفزي پرځای د عبدالله بارکزي په غاړه شو .

فرهان یوسفزی او عبدالله بارکزی !

عبدالله بارکزی چې په لمړي‌ سر کې کرکټ بورډ ته د یوه عادي‌ سکرټر په نوم په (۵۰) زره افغانۍ میاشتني معاش ننوت ؛ ورو ورو یې د فرهان یوسفزي‌ نه د صلاحیت د اخیستلو سره سره په بورډ کې د چرمین له نوم نه په استفادې خپل سرې مقررۍ پیل کړې ؛ نوموړي‌ همیشه هڅه کوله چې چرمین د کرکټ بورډ له نورو کارکونکو نه لیري وساتي او ځان یې د چرمین او کرکټ بورډ ترمینځ  د یوې دروازې په څېر مطرح کړ.

خپل معاش یې له پنځوس زره افغانیو تر دوه لکه اته اتیا (۲۸۸۰۰۰) افغانیو پوري‌ ورساوه .

په پنځوس زره افغانۍ یې ځانته سکر تر مقرر کړ او د عبدالله بارکزي سکرتر بیا ځانته په څلویښت زره افغانۍ بل سکرتر مقرر کړ.

نوموړي په بورډ کې د فرهان یوسفزي‌ له نوم نه په استفادې شاوخوا (۸۰) مامورین وشړل ؛ خو پر ځای یې تر (۱۵۰) پوري نوي‌ مامورین په لوړ معاش مقرر کړل .

له ناقانونه مقرریو سره سره یې هم مهاله د کرکټ بورډ پر اجرایوي مشر لطف الله ستانکزي‌ فشار واچاوه او د هغه د کړنو مخالفت یې پیل کړ او د کرکټ‌ بورډ چارې یې په لاس کې واخیستې .

د کرکټ بورډ له وسایلو ناجایزه ګټه اخیستنه او د کرکټ بورډ موټر او موټر وان یې د کرکټ بورډ له کارت سره هم مهاله په کابل کې د هر ډول شخصي کارونو لپاره وکارول .

عبدالله بارکزی او د المصافي‌ شخصي ټیم د امریکا د ویزو مسئله !

عبدالله بارکزي په ډېر لږ وخت کې د کرکټ بورډ تر ټولو مالي سرچینو پوري لاس وغځاوه ؛ په هند کې د لوبو پر مهال د جارنیټرونو د د تیلو په پلورلو تورن شو خو وروسته دا موضوع هم پاتې شوه .

له دې وروسته عبدالله بارکزي د المصافي په نوم له امریکايي شخصي کلب سره چې مشري یې نورالحق ملک زی کوي‌ د امریکا متحده ایالاتو د وېزو اخیستلو لپاره لار جوړه کړه .

ښاغلي‌ ملکزي‌ د خپل امریکايي‌ کلب په نوم د امریکا نه د ویزو بلنلیکونه راوړل ؛ عبدالله بارکزي‌ په کرکټ بورډ کې د خپلې خوښې کسان او د هغوی خپلوان په ګډه ورته معریفي کړل او له چرمین فرهان یوسفزي نه یې پر ۲۲ بلنلیکونو لاسلیک واخیست او ورسته یې د پخواني‌ کپتان ګلبدین نایب ورور ؛‌ پخپله ښاغلي‌ بارکزي او د کرکټ بورډ (۲۰) نورو لوبغاړو او مامورینو ته ویزې واخیستلې چې د کرکټ بورډ د ځینو مامورینو د معلوماتو پر بنسټ یې ځیني په انډیوالي او ملګرتیا او ځیني په پیسو وپلورل شوې .

ګلبدین نایب خپل ورور اوس د امریکا متحده ایالاتو ته بیولی او داسي خبرونه دي‌ چې نوموړی به هلته ورور باندي‌ سیاسي پناه واخلي‌.

عبدالله بارکزی هم د امریکا متحده ایالتونو ته روان دی ؛ او تر دوی وړاندي تللیو د کرکټ بورډ (۸) مامورینو او لوبغاړو واردمخه هلته پناه وې اخیستې دي‌.

که د ګلبدین نایب ورور هم پناه واخلي؛‌ نو د ۲۲ امریکا يي وېزو نه به نوموړی (۹) کس وي چې هلته به پاتېږي‌.

عبدالله بارکزي په پوره وړتیا سره د فرهان یوسفزي له نوم نه په ګټه اخیستلو په کرکټ بورډ کې دافغانستان په کچه په خپله خوښه پراخې ګومارنې کړي دي‌ چې بیرته سمون یې زیات کار ته اړتیا لري‌.

فرهان یوسفزی څنګه بدنام شو !

د کرکټ بورډ پرڅوکۍ ناست تجار فرهان یوسفزی که څه هم له بریتانیا افغانستان ته د یوه مثبت سیاسي سفر د پیل په موخه راغلی وو؛ سیاسي سفر خو یې پیل کړ؛ خو د مثبت پرځای یې کریکټور منفي لوري‌ ته لاړ .

دوه علته وو، یو دا چې په کرکټ نه پوهېده او بل دا چې د خپل رسمي مامور «اجرایوي ریس» پرځای یې په خپل یوه غیري مسلکي سکرټر اعتبار وکړ.

پایله داشوه چې فرهان یوسفزي افغان کرکټ بورډ ته د هر پخواني چرمین برخلاف نا مسلکي مامورین ورکړل؛ کرکټ بورډ دلانورو اختلافاتو ښکار شو؛ لوبغاړي یې بیلا بیلو کارونو ته اړ شول ؛ له یوې خوا کرونا وایرس او له بله لوري‌ ناسم مدریت دافغانستان کرکټ بورډ فلج کړ .

کرکټ بورډ فرهان یوسفزي ته د نیکنامي پرځای بدنامي ورپه برخه کړه او نن نتیجه دا شوه چې ارګ او اجمل غني دواړو له فرهان یوسفزي مخ اړولی او هڅه داروانه ده چې په کرکټ بورډ کې پراخ تغیرات راشي .

د کرکټ بورډ د سمون درې لاري !

که چېرته فرهان یوسفزی او اجرایوي ریس لطف الله ستانکزی له دقت او هوښیاري کار واخلي اوس هم وختي دی او کرکټ بورډ سمېدلای شي .

ځکه دواړه چارواکي د ولسمشر غني په لاسلیک ګومارل شوي دي‌؛ مطلب داچې د دواړو چارواکو د لیري کېدو صلاحیت له ښاغلي غني سره دی .

ارګ مېشتي که د ولسمشر غني عزت خوندي کېدل غواړي‌ نو مشوره دي ورکړي چې درې لاري‌ د حل شتون لري .

لمړۍ لار:  عبدالله بارکزی باید له کرکټ بورډ نه وایستل شي‌ او د کرکټ بورډ چارې پخپله فرهان یوسفزی او اجرایوي ریس لطف الله ستانکزی په لاس کې واخلي او په یوه افغاني هوډ کرکټ بورډ د بري لورته بوزي .

دوهمه لار: باید د کرکټ بورډ مکمله مشري‌ بدله کړل شي‌؛ وړ چرمین او نوی اجرایوي ریس بورډ ته وټاکل شي‌ څو دافغانستان دا ملي اداره بېرته پرپښو ودرول شي ؛ البته دواړه څېرې باید مکملې نوې وي او په بورډ کې هیڅ اختلافات ونه لري

دریمه لار: که بره دوې لارې ممکنه نه وي‌ بیا کرکټ بورډ باید پخوانیو چارواکو ته وسپارل شي‌ چې خلک یې د کرکټ مافیا بولي‌؛ چرمین مشعل او اجرایوي ریس شفیق ستانکزی واخیستل شي ؛ په دې چاره به کرکټ راژوندی شي ، خو ددې کسانو له لاسونو نه ایستل یې بیا اسانه کار نه دی .

په کور دننه به پخوانۍ مافیا يي کړۍ له تاوده مخالفت سره مخامخ شي خو کرکټ به بیا په هیواد کې را وغوړیږي .

پایله !

په افغان کرکټ بورډ کې بدلونونه حتمي دي خو که سم وشي د ملت او کرکټ بورډ ګټه او که ناسم وشي‌ د ملت ، افغانستان ، حکومت او ولسمشر غني په سخت زیان تمامیدلای شي .

لیکوال : انجینر سید احمد همدرد

کرکټ بورډ: دچرمین فرهان یوسفزي‌ له فساده پرده اوچته شوه

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.