The news is by your side.

پاکستان د PTM ځپلو ته نوې ترهګره ډله را منځته کړې

خبریال وېب پاڼه/پاکستان د خپلو ترهګریزو فعالیتونو په درشل کې دا ځل د پښتون ژغورنې غورځنګ د لارویانو چوپ کولو ته یه نوې ترهګره دله چې په بشپړه توګه یې نوم او کړه وړه متفاوت دي، را منځته کړې ده.

د پاکستان څارګرې ادارې د خپلو ترهګریزو فعالیتونو په درشل کې دا ځل د پښتون ژغورنې غورځنګ د لارویانو چوپ کولو ته یه نوې ترهګره ډله چې په بشپړه توګه یې نوم او کړه وړه متفاوت دي، را منځته کړې ده.

په جنوبي وزیریستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړو سربېره خلکو ته د یوې تازه ډلې لخوا مرګوني ګواښونه شوي دي. دغه ډله چې (فدایان اسلام) په نوم د آی اېس آی په بودیجه او پلان باندې جوړه شوې ده، غواړي د پښتنو پر وړاندې خپل افراطیتونه او وژنکې لړۍ جاري وساتي.

پي ټي اېم په وروستیو څو کلونو کې له انقلابي دریځ سره د پاکستانۍ ادارې پر وړاندې د حق غوښتنې پاڅون کړی دی او  سره له دې چې ډېری فعالان یې ورته شهیدان کړي او یا ځورولي دي خو بیا هم له خپلې برحقې مبارزې پر شا شوي نه دي.

د فدایان اسلام په نوم دغه اورپکې دله چې د آی اېس آی پټ ملاتړ له ځان سره لري، په خپل وروستي بیان کې یې ویلي دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غواړي په سیمه کې فحاشي خپره کړي نو ځکه خو یې په وینا باید مخه ډب کړل شي.

پاکستان له کلونو را هیسې په افغانستان کې هم طالب او نورې وسلوالې ډلې د اسلام په نوم جنګوي او د میاشتې ورڅخه په ملیونونه ډالره ګټه ترلاسه کوي خو دغه وسله واله ډله سره له دې چې د پاکستان په شومو نیتونو باندې پوهېږي، پر وړاندې یې هېڅ کولی نه شي ځکه د پاکستان څارګرې ادارې په ټوله معنا تر خپل کنټرول لاندې را وستلي دي.

د فدایان اسلام وسله والې ډلې په بیان کې راغلي چې دوی به له ټولو هغو کسانو سره حساب کوي چې په وینا یې د اسلام ضد اعمال ترسره کوي.

علي وزیر چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی بلل کېږي، د دغې نوې جوړې شوې وسله والې ډلې په غبرګون کې وایي چې دوی د  تپل شوې کرښې هغې غاړې ته د وسله والو له فعالیت خبر دي چې له خلکو سره څه ډول چلند کوي. نوموړی زیاتوي چې دا د پاکستان د ریاست کار دی چې په وینا یې دوی به هېڅکله هم له خپلې مبارزې څخه پر شا نه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.