The news is by your side.

د ډبرو سکرو کارکوونکي ۵ میاشتې بې معاش لګیا دي

خبریال وېب پاڼه – د مال د ډبرو سکرو لوی شرکت کې څه د پاسه ۱۳۰۰ کسان کار کوي خو تېر څه کم نیم کال یې خپلې حق لزحمې ترلاسه کړې نه دي.

د شمال د ډبرو سکرو د شرکت کارکوونکي ادعا کوي، چې له دې شرکت څخه دولت ته په ورځني ډول ۲۵میلیونه افغانۍ عواید را ټولېږي خو سربېره پر دې هم له تېرو پینځو میاشتو را هیسې د کارکوونکو معاشونه په وخت نه ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د یاد شرکت کارکوونکي وایي،  وروسته له هغه چې د سکرو ډبرو کانونو قرارداد ملي پراختیا شرکت ته ورکړل شو تر اوسه شاوخوا پنځه میاشتې کېږي دوی ته معاشونه نه ‌دي ورکړل شوي. د دې شرکت مسولین وایي چې د وار وار لاریونونو او غوښتنو سربېره هم دوی ته معاشونه نه‌‌ دي ورکړل شوي او مسوولین یې په نن او سبا ویلو باندې غولوي.

اوس د دغې شرکت کارکوونکو د اعتراض په ډول په بغلان، بلخ او سمنګان ولایتونو کې د کار نه کولو اعتصابونه کړي دي.

د دغه شرکت د کار کوونکو د کمېټې مسؤل مزمل یعقوبي هم مني چې د تېر لمریز کال له حوت میاشتې را په دې خوا یط تر  اوسه د دغې شرکت شاوخوا ۱۳۰۰ کار کوونکو ته معاشونه ورکړي نه دي.

په دغو کانونو کې کار کوونکي وایي چې له تېرو څو میاشتو را هیسې کار کوي خو د معاشونو معلومات یې نشته. دوی وایي د ژورو کورنیو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي خو په وینا یې سره له هدې چې په وار وار یې اعتراضونه کړي دي، حکومت ورسره پاملرنه نه کړې.

په ورته وخت کې د ملي پراختیا شرکت مسووولینو په نږدې راتلونکي کې د یادو کارکوونکو د ستونزې هوارولو ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې ښايي په روانه اوونۍ کې د دوی د معاشونو د سیستم طرحه وروستۍ او معاشونه یې اجرا شي.

د راپورونو له مخې دشمال په سکرو ډبرو کانونو کې نږدې ۱۱زره کسان په کار بوخت دي چې له دې څخه ۱۴۰۰ یې د شمال شرکت په سکرو ډبرو کانونو کې کار کوي.

په دې وروستیو کې حکومت د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره تمرکز زیت کړی دی خو په ورته وخت کې د خلکو لخوا د مرستو په وېش کې د درغلیو او غلاو فریادونه پورته کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.