The news is by your side.

محب؛ دور بابا دروازه د حکومت لخوا ړنګېږي

خبریال وېب پاڼه – د ملي امنیت شورا شورا سلاکار تېره شپه په یو ناڅاپي سفر ننګرهار ولایت ته تللی ؤ او د دغه ولایت امنیتي وضعیت یې وڅېړلو.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې خلکو ته ویلي چې په دور بابا کې د پاکستان لخوا جوړه شوې دروازه به ور ړنګه کړي خو په څرګنده یې نه دي ویلي چې کله او په څه ډول به یې له منځه یوسي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې د څڅوبي سیمه کې د پاکستاني ملېشو د وړاندې راتګ خبرونه ورکړل شول او په دغه سیمه کې یې دروازه جوړه کړې ده.

په دې وروستیو کې د پاکستاني ملېشو لخوا د ډیورنډ تپل شوې کرښې په اودو کې تحرکات او توغندیز بریدونه زیات  شوي چې د سیمې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

په حکومت کې یوه سرچینه ادعا کوي چې پاکستان د امریکا په لمسون باندې پر کونړ باندې توغندوي ګوزاروي تر څو په وینا یې په افغان سوله کې ټول هغه فرمایشات چې پاکستان او امریکا یې لري، په پټو سترګو ومنل شي.

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت له ډيپلوماتیکو لارو دغه شکایت پر ملګرو ملتونو سربېره د امریکا سفارت ته هم په مکتوبي ډول رسولی، چې د ستراتېژیک او امنیتي تړون پر اساس اقدام وکړي، خو امریکا تر اوسه هېڅ نه دي کړي.

دوی د ټولو بندیانو خوشې کول، موقت حکومت منل، په رسمي ډول د ډیورنډ له داعیې تېرېدل او د بهرني سیاست محدودول هغه غوښتنې دي چې پاکستان یې مطرح کوي او د افغان سولې په اوسنیو سختو شرایطو کې د فشار لپاره ترې امریکا هم استفاده کوي.

حکومت د دې لپاره چې نړیوالو مراجعو ته د سولې پروسې مخالف معرفي نشي، په رسمي ډول د وروستیو فشارونو په اړه چوپتیا غوره کړې ده. هغه څه چې په ټولنیزو شبکو کې یې فعالان هم پر حکومت په غوسه کړي دي.

محب ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي دي چې د ګاونډیو هیوادونو د اوبو ارمان به پوره نه شي او زیاته کړې یې ده چې مونږ د خاورې له لويشت لويشت څخه دفاع کوو.

نوموړی داسې مهال ننګرهار ته سفر کوي چې تازه په رسنیو کې د ګمبیري کمپ پر وړاندې توندې نیوکې زیاتې شوې دي. خلک غواړي چې د داود خان له پلان سره سم دغه ارزښتمنه سیمه سیمټ نه شي او د کونړ اوبو ته یې په زراعتي ځمکه بدله کړي.

محب همداراز ویلي چې امامان او ولس دې د طالبانو له لوري د روانو وژنو پر وړاندې محافظه کاري پرېږدي، او دیني عالمان دې د افغانستان لپاره مذهبي جګړه وکړي. د محب  په وینا په ننګرهار کې نور امنیتي اصلاحات راوستل کېږي او ډېر ژر به يو پياوړى والي ورته معرفي شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.