The news is by your side.

حمدالله محب پاکستان ته ګوتڅنډنه کړې

خبریال ویپ پاڼه – د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار او ورسره پلاوی له ننګرهار ولایت نه نن سهار کنړ ولایت ته په سفر لاړ.

محب په کونړ ولایت کې د کونړ له امنیتي چارواکو ، ځوانانو او دیني عالمانو او مدني فعالانو سره لیدلې دي.

هغه د دې لیدنو سربیره په سرکاڼو ولسوالۍ کې له هغه کوره هم لیدنه وکړه، چې پکې د پاکستاني پوځ راکټ لګېدلی او عام خلک یې شهیدان کړي دي.

نوموړي په پیل کې د یادې کورنۍ غړو او د دې ولسوالۍ مشرانو سره د غم شریکۍ ترڅنګ ډاډ ورکړ چې مرسته به ورسره کوي.

محب دغه راز له ولسونو مننه وکړه، چې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یې په ګډه د دوښمن د شومو اهدافو او پلانونو مخه نیولې او د هیواد د مځکنۍ بشپړتیا لپاره قرباني ورکړې ده.

د ملي امنیت سلاکار په خپلو خبرو کې وویل، چې دوښمن د طالبانو او نورو تروریستي ډلو په مرسته غواړي، چې د ډیورنډ د فرضي کرښې پر دې غاړه پوستې او تاسیسات ایجاد کړي.

هغه په ټینګار سره وویلې، چې د حکومت دښمنان باید پوه شي، چې نه یې تاسیساتو جوړولو ته اجازه ورکول کېږي او نه یې راکټي حملې بې ځوابه پاتې کېږي.

هغه له همدې کوره پر طالبانو، په ځانکړې توګه د هغوی پر مشرانو غږ وکړ، چې د پردیو د ګټو لپاره د خپلو خلکو وژنه ودروي او پر ځای یې له خپلو خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په ګډه د افغانستان د دوښمنانو خلاف مبارزه پیل کړي.

د کنړ د ولسونو استازو او د همدې کورنۍ غړو وویل، چې دوی به د خپل کور، خاورې او خلکو او همداراز د مځکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره خپلو هڅو او سرښندونو ته ادامه ورکوي.

حمدالله محب له کونړ وړاندې ننګرهار ولایت کې هم د خبرو پرمهال د دې ولایت په دوربابا ولسوالۍ څڅوبي سیمه کې د پاکستان له لوري د جوړې شوې دروازې د ویجاړولو ګواښ وکړ.

د افغانستان دملي امنیت سلاکار داسې مهال ننګرهار او کونړ ولایتونو ته په سفر راغلی ، چې تازه دپاکستان حکومت د ډیورنډ پر کرغیړنې کرښې نوي تحرکات پيل کړي او پر کونړ یې توغندیز بریدونه هم ډیر شوي دي.

حمدالله محب دغه راز په خپلو خبرو کې ویلي، چې د طالبانو په جامه کې د پردۍ دسیسې عملي کېدل نه غواړو.

نوموړي د سولې په اړه ویلي له طالبانو سره د سولې غوښتونکي دي، خو اجازه نه ورکوي چې د طالبانو په جامه کې پردۍ دسیسې او لوبې دلته پيل شي او بهرني جنګیالي په افغانستان کې خپلو ورانکاره فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

د ده په خبره افغان حکومت په دې ښه پوه دی چې دسیسې چېرته جوړېږي او د روان ناورین اصلي جرړه چېرته ده، نو له همدې امله په پوره احتیاط له مسایلو سره برخورد کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.