The news is by your side.

طالبانو په ۱۷ ولایتونو برید کړي، سوله کې باج غواړي

خبریال وېب پاڼه – تېره شپه وسله والو طالبانو د کندهار تخته پل ولسوالۍ په تورو سیمه کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ.

د طالبانو برید د ناټو هوایي ځواکونو له لوري په شا تنبول شوی او په هوایي برید کې ٢٥ طالبان وژل شوي.

طالبانو همدا راز په ارغستان ولسوالۍ کې په شېخانو غونډۍ سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کړې، چې امنیتي ځواکونو بر لاسي شوي او نښته کې ٥ طالبان وژل شوي او ٢ نور ټپیان دي.

بل لور وسله والو د معروف ولسوالۍ په تغړي سیمه کې کې له افغان امنیتي ځواکونو سره نښته کړې، او ٧ طالبان وژل شوي او ٤ نور ټپیان دي.

د کندهار امنیه قومندانۍ رسنیو دفتر وایي په دې ټولو نښتو کې امنیتي ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.

تېر مازدیګر ناوخته مهال بیا طالب وسله والو د غزني ولایت مرکز عاشق والو،آرزو کلا او کوچني آذزو سیمو کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کړي.

د غزني بریدونه د افغان امنیتي ځواکونو له لوري له مقاومت سره مخ شوي او د هوایي ځواک او توپچي بریدونو په مرسته طالبان له پښو غورځول شوي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، غزني په عاشقوالو سیمه کې، د خالد د ډلې ٤ تنه وسله وال وژل شوي، د آرزو سیمې مربوطاتو کې د وکیل او طلحه د ګروپ ٤ وسله وال وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.

په بریدونو کې د وسله والو جګړه اییز مهمات او وسلې هم له منځه وړل شوي، په نښتو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو دوه ملکي وګړي شهیدان شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د غزني ولایت امنیتي وضعیت بیا خراب شوی او د افغان دفاعي او هوایي ځواکونو له لوري پر وسله والو بریدونه زیات شوي.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې بیا وسله والو طالبانو د هېواد پر ١٧ ولایتونو بریدونه کړي، چې ډېر بریدونه یې مات شوي او طالبانو ته درانه تلفات اوښتي.

طالبان اوس مهال له امریکا سره د سولې د هوکړې له مخې د تاوتریخوالي د کمولو په ژمنه کې دي، خو د دوی له لوري تاوتریخوالی او بریدونه ورځ تر بلې څو برابره لوړیږي.

د وسله والو طالبانو له لوري د تاوتریخوالي اوج ته رسېدلو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دی، که تاوتریخوالی او بریدونه یې کمې نه شي بین الافغاني مذاکرات به نور هم ګډوډاو له ځنډ سره مخ شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance