The news is by your side.

ولسي جرګې د حکومت د ملي دسترخوان پروګرام رد کړ

خبریال وېب پاڼه – ولسي جرګې د رایو په اکثریت د ملي دسترخوان په نامه د افغان حکومت پروګرام رد کړ.

د ولسي جرګې یو شمیر غړو نن ویلي، چې د حکومت دغه پروګرام د اساسي قانون د ۹۱ مې مادې پر ضد دی.

تر دې وړاندې د ولسي جرګې غړو ویلي وو، چې دغه پروګرام باید لغوه شي، ځکه په هغه کې د پراخ فساد د رامنځ ته کېدو وېره شته ده.

افغان حکومت د سرطان میاشتې په ۲۸ د ملي دسترخوان تر نامه لاندې د مرستو ویشلو پروګرام پرانیست.

ولسمشرغني ویلي وو، چې دغه پروګرام به په دوو مرحلوکې د هېواد پر ۹۰ سلنه خلکو عملي شي او پر دوی به خوراکي مرستې وویشل شي.

ولسمشرغني په ټینګار سره ویلي و، چې د دې پرواګرام ویش به په جدي ډول څاري او د فساد مخنیوی به کوي.

خو ولسي جرګې بیا وړمه ورځ ویلي وو، چې دا پروګرام فساد ته زمینه برابروي او ښایي لغوه شي.

د دې پروګرام لګښت په لومړیو مرحله کې ۸۶ میلیونه افغانۍ او په دویمه مرحله کې ۱۲۸ میلیونه افغانۍ اعلان شوی وو.

د حکومت دې پریکړې په ټولنیزو رسنیو کې هم غبرګونونه راپورته کړي وو، او خلکو ترې رضایت نه ښوده.

د حکومت د ملي دسترخوان پروګرام داسې مهال ولسي جرګه د رایو په اکثریت ردوي، چې له دې وړاندې د کورونا ویروس له امله د قرنطین پرمهال د وچې ډوډۍ په ویش کې هم د فساد راپورونه ورکړل شوي دي او لا یې په اړه حکومت وضاحت نه دی ورکړی.

ولسي جرګې تیره ورځ هم  د حکومت له لوري د ملي دسترخوان په نامه له اړمنو سره د مرستې له پروګرام سره مخالفت کړی وو.

په یاده جرګه کې د خلکو یو شمېر استازو په عمومي غونډه کې ویلي، دا پروګرام شفاف نه دی او پلي کېدل به یې یو ځل بیا پراخ فساد ته لار هواره کړي.

د ولسي جرګې د بودیجې او مالي کمیسیون رییس میر افغان صافي ویلي، د دغه پروګرام پیلول له ملت سره ستره جفا ده او دوی له مالیې وزارت څخه جدي غوښتنه کوي چې له هر ډول جوړجاړي دې لاس پر سر او دا پروګرام دې نه پلی کوي.

هغه ګواښ کړی وو چې که دا پروګرام د ملي شورا له مشورې پرته پیل شي په راتلونکي کې به یې مسوولیت د حکومت پر غاړه وي، خو حکومت بیا وایي دا پروګرام د بې وزلو لپاره پیلوي او ټول یې باید د ښه پلیتابه لپاره هڅې وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance