The news is by your side.

آی اېس آی د PTM پر غړي وسله وال برید کړی

خبریال وېب پاڼه/نن سه شنبه مازدیګر مهال د پاکستان څارګرې ادارې د پښتون ژغورنې غورخنګ پر غړي فضل خان ایډوکېټ باندې برید کړی دی.

د پاکستان ریاست د خپلو چیریکي بریدو په ترڅ کې دا ځل د پښتون ژغورنې غورځنګ بل غړی فضل خان ایډوکیت په نښه کړی دی خو نوموړی له دغې پېښې روغ وتلی دی.

دا لومړنی ځل نه دی چې پاکستاني ریاست او د دوی څارګره اداره د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي په نښه کوي بلکې تر دې وړاندې یې هم لسګونه او سلګونه فعال پښتانه زخمیان کړي او په شهادت رسولي دي.

په دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو باندې بریدونو یو خل بیا زور اخیستی دی. پاکستاني ریاست هڅه کوي په دې سره په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو غږ یو ځل بیا تت کړي او خپلې شومې موخې، چې جګړه او د پښتون په خاوره بدمرغي ده، تر لاسه کړي.

تېره ورځ هم د ډیورنډ تپل شوې کرښې په اوږدو کې د پاکستان لخوا تازه په پښو درېدلې او روزل شوې ډلې چې بیخي نوې هم بلل کېږي، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او نورو پښتنو ته مرګوني ګواښونه کړي وو.

ویل کېږي دغه ډله چې (فدایان اسلام) په نوم د آی اېس آی په بودیجه او پلان باندې جوړه شوې ده، غواړي د پښتنو پر وړاندې خپل افراطیتونه او وژنکې لړۍ جاري وساتي.

پي ټي اېم په وروستیو څو کلونو کې له انقلابي دریځ سره د پاکستانۍ ادارې پر وړاندې د حق غوښتنې پاڅون کړی دی او  سره له دې چې ډېری فعالان یې ورته شهیدان کړي او یا ځورولي دي خو بیا هم له خپلې برحقې مبارزې پر شا شوي نه دي.

د فدایان اسلام په نوم دغه اورپکې ډله چې د آی اېس آی پټ ملاتړ له ځان سره لري، په خپل وروستي بیان کې یې ویلي دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غواړي په سیمه کې فحاشي خپره کړي نو په وینا یې ځکه خو یې باید مخه ډب کړل شي.

فضل خان ایډوکېټ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی دی. نوموړی وخت ناوخت د پاکستان پر ریاست نیوکې کوي او د پښتنو پر وړاندې یې د مور او میري په چلند تورنوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو هم په ایډوکېټ باندې وسله وال برید غندلی دی او د نوموړي پر روغتیا یې خوښي څرګنده کړې ده. د دغه غورځنګ مخکښه غړې ثنا اعجازه په خپل ټويټ کې لیکي چې د پاکستاني ریاست لخوا پر فضل خان ایډوکیټ باندې د ګولۍ حملې د وار خطایۍ نښې دي.

په ورته وخت کې د پي ټي ایم بل غړي محسن داوړ هم دغه پېښه غندلې ده او د نوموړي پر روغتیا یې خوښي څرګنده کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.