The news is by your side.

د محسن داوړ د لور برمش داستان او د خلکو پاملرنه !

خبریال وېبپاڼهد پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ محسن داوړد د لور برمش داستان په خواله رسنیو کې پراخه پاملرنه جلب کړه .‌

محسن داوړ لمړنی پښتون سیاستوال دی چې د خپلې لور په پیدا کېدو یې د الله پاک شکر کښلی او د هغې انځور یې پر خپله خواله رسنۍ فیسبوک خپور کړی دی.‌

نوموړي پر خپله تازه پیدا شوې لورکۍ باندیي‌ د«برمش» بلوڅي‌ نوم ایښی دی چې تاریخ یې د اوسني پاکستان له ظلم سره تړلی دی.

برمش د آزاد بلوڅیستان د د ارمان او آزادي د تحریک د تاریخ یوه برخه ده چې مور یې پاکستاني ریاستي‌ ادارو د هغې په وړاندي په ګولیو غلبیل کړه او دا په ټپي حالت کې د بلوچستان د آزادي‌ خوبونه ویني.‌

خواله رسنۍ لیکي چې محسن داوړ لمړنی پښتون سیاستوال دی چې یو خو یې د لور د پیدا کېدو سره سم د هغې انځور خپور کړ او ورسره هم مهاله یې د یوې قرباني بلوڅې نجلۍ برمش نوم ورکړ؛ دا ګلالۍ ماشومه  د ۲۰۲۰ کال د جولای پر ۱۶ دې نړۍ ته راغلې دې او قدم دې بختور شي.‌

عمومآپښتانه د زامنو په پیدا کېدو فخر کوي او تر ډېره بریده دې ته خوشحال ويچې پر کاله یې زوی پیدا شوی او دا خوشحالي په بیلا بیلو ډولونو له نورو سره شریکوي ؛ خو محسن داوړ هغه پښتون سیاستوال دی چې د نورو برخلاف یې د لور د خوشحالي شریکولو هڅه وکړه.

په پښتنه ټولنه یا په لویه کې په نړۍ واله ټولنه کې پلرونه او میندې پر خپلو اولادونو د بریالیو کسانو نومونه ږدي‌؛ خو برمش د لمړني پښتون سیاستوال لورده چې د یوې مجبورې او د پاکستاني پوځ د بربریت د ښکار ماشومې نوم ورکول شوی دی.

د خواله رسنیو ډېری کارونکو دا د محسن داوړ له لوري‌ پر خپله تازه پیدا شوې لور باندې د رامش نوم ایښودل د پي ټي ایم یا پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري‌ له محکومو بلوڅو سره د خواخوږي پیغام بللی او دا یې د آزادي څراغ ګڼلې ده.

په پښتني ټولنه کې چې لویه برخه نارینه یې ښځو ته بشپړ حقوق نه ورکوي‌،‌ تر ډېره بریده یې سیاستوال هم د خپلو لوڼو پرځای یوازي‌ زامنو ته پاملرنه کوي؛ خو د محسن داوړ له لوري‌ د خپلې لورکۍ رامش په زېږون او نوم افتخار په پښتني لوستې ټولنه کې ښاغليداوړ ته هم افتخار وربخښلی دی.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.