The news is by your side.

کرکټ بورډ: دچرمین فرهان یوسفزي‌ له فساده پرده اوچته شوه

خبریال وېب پاڼهد غریب افغانستان مالداره کرکټ بورډ اوس د چرمین فرهان یوسفزي او د هغه د ټیم لپاره په لنګه غوا اوښتی او له ضرورت پرته یې ګڼ خپل خپلوان پر لویو څوکیو او لوړو معاشونو په دندو ګومارلي دي‌.

د ملي ټیم یوه لوبغاړي‌ چې تازه یې د بورډ له ادارې دا معلومات تر لاسه کړي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د کرکټ بورډ چرمین فرهان یوسفزي په بورډ‌کې د سکرتر په نوم یو کس چې (عبدالله بارکزی) نومیږي په ډېر لوی معاش مقرر کړی او تر ډېره بریده یې په غیري رسمي ډول د بورډ چرمیني هم دغه ښاغلي‌ بارکزي ته ورسپارلې ده .

سرچینې زیاته کړه  چې د فرهان یوسفزي له لوري عبدالله بارکزي‌ ته (۲۸۸۰۰۰) ناقانونه معاش مقرر کړی دی ؛ دا په داسي‌ حال کې ده چې د کرکټ بورډ یوه پخواني‌ چرمین نه په ناقانونه توګه په بورډ کې څوک مقرر کړی او نه یې ورته دومري لوی معاش لګولی دی .

د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي چې د کرکټ بورډ‌ د چرمین سکرتر عبدالله بارکزي‌ ځانته بل سکرتر چې نصرت نومیږي‌ په (۴۵۰۰۰) زره افغانۍ میاشتني معاش په  ناقانونه توګه مقرر کړی دی .

د سکرتر سکرتر نصرت خان بیا ځانته د مشعل په نوم بل سکرتر مقرر کړی چې (۴۰۰۰۰) زره افغانۍ میاشتنی معاش اخلي‌.

سرچینې وايي چې د کرکټ بورډ اجرایوي  ریس لطف الله ستانکزي‌ د عبدالله بارکزي د ناقانونه ګورمارنو خلاف غږ اوچت کړی دی خو اوس عبدالله بارکزی هڅه کوي‌ چې اجرایوي ریس ته ستونزي‌ جوړي‌کړي‌.

ښايي دا به د نړۍ لمړنی کرکټ بورډ وي چې د چرمین سکرتر (عبدالله بارکزي) ځانته د (نصرت خان) په نوم سکر تر ټاکلی او د سکرتر سکرتر بیا ځانته د (مشعل ) سکرتر ټاکلی دی .

د کرکټ بورډ ځینو مامورینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې فرهان یوسفزی د کرکټ بورډ په اداره نه پوهیږي‌ او چاري یې ښاغلي‌ بارکزي ته سپارلې او بارکزي افغان کرکټ بورډ‌ نه خپل شخصي بورډ جوړ کړی او په ناقانونه ډول یې ګڼ مامورین په دندو ګومارلي دي‌.

د کرکټ مینه وال وايي‌ چې دافغانستان کرکټ بورډ ته د چرمین په صفت د فرهان یوسفزي تر راتګ وروسته د کرکټ بورډ اداره دومره شړېدلې چې بیا رغېدل یې کلونه کار او زیات زهمت ته ضرورت لري .

پر فرهان یوسفزي  دا تور هم  پوري‌ شوی چې د پیسو په مقابل کې د عبدالله بارکزي‌ په مټ ګڼو کسانو ته د امریکا د متحده ایالاتو وېزې اخیستې دي‌.

موږ هڅه وکړه چې په دې تړاو د فرهان یوسفزي‌ غبرګون ترلاسه کړو ؛‌خو ونه توانېدو .

کرکټ پوهان وايي چې که چېرته ارګ د کرکټ بورډ د سمون لپاره سمدستي لاس په کار نه شي او یو وړ چرمین ورمعریفي نه کړي‌، ښايي ای سي سي هم کرکټ بورډ‌ د همېشه لپاره بند کړي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.