The news is by your side.

یوې یتیمې د والدینو غچ کې دوه طالبان ووژل

خبریال وېب پاڼه/وسله وال طالبان تول هغه افغانان په نښه کوي او په شهادت یې رسوي چې له حکومت سره یې کار کړی وي او یا یې برحاله مامور وي.

په غور کې یوې پېغلې د طالبانو لخوا د خپل شهید شوي پلار او مور په غچ کې د دغې وسله والې ډلې دوه کسان وژلي او یو یې سخت ټپي کړی دی.

د غور ولایتي چارواکي هم پېښه تائیدوي او وایي چې د دغې جینۍ پلار مخکې په سیمه ییزو پولیسو کې دنده کوله چې یوه ورخ یې په کور باندې وسله والو طالبانو برید کړی ؤ او د پلار په ګډون یې مور هم ورته شهیده کړې وه.

دا لومړی ځل نه دی چې وسله وال طالبان د یوه دولتي کارمند په کور چاپه وهي او د کورنۍ غړي یې شهیدانوي، تر دې وړاندې هم په ګڼو ولایتونو او سیمو کې وسله والو طالبانو ورته کارونه کړي دي.

څه موده مخکې خبریال ته له کندز حخه په یوه را رسېدلي خبر کې راغلي وو چې وسله والو طالبانو د ځانګړو ځواکونو د یوه سرتېري په کور باندې یرغل ور وړی ؤ او له سرتېري سربېره یې د هغه ښځه هم په شهادت رسولې وه. ورپسې یې دوې یتیمې لوڼې او دوه یتیم زامن پاکستان ته وړي وو چې د ځانمګرو بریدونو لپاره یې وروزي.

سرچینې خبریال ته هغه مهال ویلي وو چې له دوو یتیمانو څخه یې یو چې تازه ځوان شوی ؤ، په کابل کې یوې بمې چاودنې ته برابر کړی ؤ او دویم زوی یې چې لا وړکی ؤ او ۱۴ کاله عمر یې درلود، له چاودېدونکو توکو سره د کندز ولایت ته د ځانمرګي برید لپاره استولی ؤ. هلک ځان پولیسو ته تسلیم کړی او د خپل ژوند تریخه کیسه یې ورته کړې وه.

نوموړي پولیسو ته همداراز ویلي وو چې د دوو خویندو برخلیک یې لا هم معلوم نه دی چې وسله والو طالبانو کومه خوا وړې دي.

په تېرو څو کلونو کې وسله والو طالبانو د ټول هېواد په کچه بې شمېره افراطیتونه وکړل چې زرګونه او تر لکونو پورې میندې او خوینې یې بورې او کونډې کړې.

د یوې سروې له مخې په تېرو څو کلونو کې د روانې جګړې له امله یوازې د بدخشان وردوج ولسوالۍ ۱۲۰۰ کونډې لري.

ویل کېږي په غور کې طالبانو د سیمه ییزو پولیسو د قومندان په کور د برید پر مهال د نوموړي د ښځې په ګډون یو بل کس هم ورسره په شهادت رسېدلي وو، چې د همدې لور په ګډون یې واړه زامن ورڅخه پاتې شوي دي.

د دغه ولایت چارواکي وایي چې د جینۍ وروڼه یې امن سیمې ته لېږدولي دي. وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې هکله رسنیو ته څه ویلي نه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.