The news is by your side.

ولې ېې بيا عبدالله عبدالله او دوستم نه مني؟؟

خبریال وېبپاڼه – یوه په ځاى پوښتنه چې ښايي وشي؛ په برېښاايزو تذکرو کې د وړو قومونو د نومونو ليکل ولې په ډاکټر صېب عبدالله عبدالله او مارشال دوستم باندې بد لګيږي؟
يو څه چې قانوني وي او د يوه توکم د وګړو جوت انساني حق وي داسې حق چې خداى ورکړى او د هيواد اساسي قانون او ټولو نړيوالو بشري قوانينو منلى وي نو ولې دې له هغه حق نه دومره لويه ناندرۍ جوړه شي چې له دوستم نه واخله تر عبدالله عبدالله او ضيا مسعوده پورې هر يو وايي چې هرڅه منلى شو خو ګورى دا خبره نه منو!!
جنرل دوستم ېې د دولت له منځه او د ښاغلي اشرف غني د لوى مارشال په توګه نه مني، عبدالله عبدالله ېې دا چې نه په دولت کې دى او نه له دولته وتلى دى د ملي مصالحې د مشر په ډول نه مني او ضيا مسعود ېې د دولت د يوه سرسختي مخالف په توګه ردوي. د دې مطلب خو دا شو چې که جنرل دوستم ېې سل ځله دښاغلي اشرف غني له رحمه و کرمه خوري خو فکر او خبره به هم هغه کوي څه چې ډاکټر عبدالله يا ضيا مسعود غواړي.
نو راځئ وګورو چې ولې ېې دا دريواړه له دريو بيلابېلو دولتي، نيم دولتي او نادولتي مقا مونو نه، نه مني او اخير د سترې محکمې په دې وروستني قانوني حکم کې کومه ناقانونه خبره شوې ده؟
سترې محکمې په برېښناايزو پېژندپاڼو کې د ملي سر شمير او احصائيې له ادارې غوښتلي دي چې د ټولو 54 افغان توکمونو نومونه دې په نوو برېښناايزو پېژندپاڼو کې وليکل شي.
او چې وليکل شي نو اخير دا کومه لويه ګناه ده چې نه ېې دوستم زغملى شي، نه عبدالله عبدالله او نه ضيا مسعود؟
که يو پښتون يا تاجک يا ازبک حق لري چې په خپله پېژندپاڼه کې دې د خپل توکم نوم په ټول وياړ وليکي نو دا حق له يوه قزلباش، ترکمن، پشه ېي، هزاره، ګجر، دهګان، ايماق او بلوڅه يا له يوه هندو او سيک نه څنګه او د کوم قانون له مخې اخستلى شو؟
که د ښاغلي کرزي او د هغه د لوى سلاکار ښاغلي هيواد مل صېب لويه غوښتنه اتلس کاله داوه چې په ملي سرود کې دې د 16 افغان توکمونو نومونه د هر ملي سرود د ټولو ادبي نورمونو د ماتولو سره بيا هم ځاى کړل شي او تر مارشال فهيم، ضيا مسعود، عبدالله عبدالله، جنرل دوستم او د دوى د ډلې ټپلې تر هر لوى او واړه پورې ېې هر چا ملاتړ کاوو نو په برېښنايزو پېژندپاڼو کې دې ولې د افغان ولس د ټولو توکمونو نومونه نه ليکل کيږي؟؟
اوس پوښتنه داده چې که په برېښناايزو پېژندپاڼو کې د ټولو افغان توکمونو غړي خپل نومونه ونه لري او يا ېې ونه شي ليکلى نو د چا نوم به ليکي؟ د تاجک؟ د ازبک او که د پښتون؟
راځئ چې لږه د دې نيمې کاسې لاندې پرته کاسه ولټوو او وګورو چې په برېښنايزو پېژندپاڼو کې د قومونو د نومونو ليکلو سره دا سر تنبه مخالفت ولې کېږي؟
دا ځکه کيږي چې د دې ټولو وړو توکمونو په تېره بيا د ترکمنو، عربو، ګوجرو، ايماقو او هزاروو لويه برخه د افغانستان په شمال کې پرته ده نو په دې ډول جنرل دوستم غواړي چې ترکمن ځانونه په ازبکو کې وليکي، او ضيا مسعود غواړي چې هزاره، ګوجر، د کاپيسا پشه يان، د شمال عرب او قزلباش او يا د غور ايماق ځانونه په تاجکوکې وليکي او په دې ډول تاجک او ازبک د افغانستان په شمال کې د ورو ساهو افغان توکمونو د خوړلو او هضمولو سره په ځايي ډېرکو واوړي.
ولې نه خو دافغانستان واړه توکمونه دا نادوده منلى شي، نه نړيواله ټولنه او هيله ده چې افغان دولت هم د هيڅ ښاغلي او نازولي ناسمې ونه مني څه که هغه ښاغلى د ملي مصالحې د جرګې مشر وي، يا د قومندان مسعود ورور ضيا مسعود او يا هغه جنرال دوستم وي چې د ډاکټر صېب اشرف غني له ځانګړي فضل او کرمه مارشال دوستم شو ولې هېڅکله به ېې نه افغان ولس وبښي او نه د نړيوالې ټولنې ضمير او نه د انساني حقونو او جنګي جرمونو نړيوال قوانين!

لیکوال: ډاکتر صیب اکبر اکبر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.