The news is by your side.

سیګار: که نړۍوالې مرستې نه وي نه افغانستان کې حکومت نه شي کېدای

خبریال وېبپاڼه/ د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا د څار ادارې یا سیګار ویلي، چې د له نړۍوالو مرستو پرته په افغانستان کې هیڅ حکومت دوام نه شي کولای او جګړو ته زمینه برابرېږي.

د یادې ادارې مفتش جان سوپکو له رویټرز سره په یوه مرکه کې ویلي چې افغانستان لا هم د نړیوالو ملکي او نظامي مرستو ته اړتیا لري او که دغه مرستې بندې شي، دلته هیڅ راز حکومت دوام نه کوي او له سقوط سره مخ کېږي.

نوموړي زیاته کړې،ان طالبان هم په دې باور دي چې تر سولې وروسته حکومت هم د بهرنیانو مرستې ته اړتیا لري او که بهرنۍ مرستې نه وي، نو دلته به نه جمهوري او نه امارتي نظام دوام وکړي.

د هغه په وینا، جېینوا کنفرانس کې د امریکا په ګډون ډېرو هېوادونو خپلې مرستې له افغانستان سره کمې کړې او ځینو بیا د سولې په برخه کې له پرمختګونو او د فساد مخنیوي سره وتړلې چې دا مسئله د افغانستان په زیان ده.

جان سوپکو وایي نړیواله ټولنه او له افغانستان سره مرستندویه بنسټونه او هېوادونه باید له دغه هېواد سره خپلې ملکي او نظامي مرستې ډېرې کړي، څو حکومت منظم شي او په دغه هېواد کې نړیوالو ترهګرو ډلو ته د ترهګریزو فعالیتونو ته زمینه برابره نه شي.

سیګار داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د سولې خبرې یو مهم پړاو ته رسېدلي دي او طالبان افغانستان کې د امریکايي ځواکونو موجودیت د دوحې تړون نقض او د سولې پر وړاندې خنډ بولي.

په دې مهم پړاو کې د سیګار دغه ډول څرګندونې په افغانستا کې د بهرنیو په ځانګړي ډول د امریکايي ځواکونو حضور ته د بهانې لټول دي، هغه څه چې طالبانو ته په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي.

سیګار تر دې وړاندې هم یو راپور خپور کړی وو چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو میلیاردونه لګول شوې پیسې د دوی له وتلو وروسته له خطر سره مخ کېږي او باید امریکا مسوولانه چلند وکړي.

د شنونکو په باور د دې هر څه تر شا د امریکايي ځواکونو د حضور دوام ته بهانې پيدا کول دي، ځکه دلته دوی مهم نظامي او سیاسي اهداف لري چې د خپلو ځواکونو د حضور له لارې یې پوره کولای شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.