The news is by your side.

افغان جګړه د واک پر سر ده؛ که واک ووېشل شو، خیر او خیریت دی

خبریال وېبپاڼه/ امریکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ لیکي، د افغان سولې لپاره د امریکا د نوې طرحې له لارې افغانانو ته د روانې څلوېښت کلنې جګړې د ختمولو طلايي چانس په لاس ورغلی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، امریکا دغه طرحه تر ډېر غور او ارزونې وروسته ترتیب کړې چې په ټوله کې د افغانستان د ژغورنې یوازېنۍ نسخه بلل کېږي او که تطبیق شي، لیرې نه ده چې روانه جګړه ختمه کړي.

سرچینه کاږي، له فساد سره مبارزه، د شفافو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدل، د موازي قدرتونو له منځه وړل، د ګډ او ملي یووالي حکومت جوړول، اوربند کول او په ټول کې افغانستان د ابادۍ خواته راوستل د امریکا په نوې طرحه کې شامل دي چې یو بېساری اقدام دی.

سرینه زیاتوي چې د جګړې ختمول یوازې او یوازې د ګډ حکومت د جوړولو له لارې امکان لري، ځکه په افغانستان کې روانه جګړه د واک پر سر ده او که واک ووېشل شي، هیڅ ستونزه به نه وي، ځکه خو د امریکا طرحه د ګډ حکومت د جوړولو لپار واضح دریځ لري.

په مطلب کې راځي چې له همدې امله د امریکا طرحه په افغانستان کې د اوږدې جګړې د ختمولو لپاره غوره لار ده خو امریکا یې باید پر ژمنو عمل وکړي او له افغانانو سره د یوه پیاوړي حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي؛ هغه څه چې افغانان په اسانه باور نه شي پرې کولای.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه داسې مهال د سولې لپاره د امریکا د طرحې پر طرحې ټینګار کوي چې تر دې وړاندې یاده طرحه د افغان حکومت له جدي غبرګون سره مخ شوه او دا کار یې د افغانستان په داخلي چارو کې د امریکا غیر مسوولانه لاسوهنه وبلله، خو طالبانو تر اوسه د یادې طرحې په اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی او ویلي یې دي چې تر ارزونې وروسته به خپل دریځ روښانه کړي.

دا چې یاده طرحه به څومره د افغان جګړې د ختمولو لپاره موثره وي، خو له طرحې سره د حکومت او طالبانو مخالفت د شخصي ګټو پر سر دی، ځکه طالبان او حکومت دواړه د واک تږي دي، که د دې طرحې له مخې هر لوري ته معلومه برخه واک ورکړل شو، نو تطبیقوي یې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.