The news is by your side.

افغان سوله: زلمي خلیلزاد د مسکو غونډې ته ځي

خبریال ویبپاڼه/ له مودو وروسته د دوحې خبرو ترڅنګ دوه نورې غونډې چې ترکیه او روسیه به يې کوربنه وي جوړیږي په دې غونډو کې لا له وړاندې افغان دولت د خپلو پلاوو، د ورتللو خبره کړې او داسې ګمان کیږي چې  طالبان به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي، اوس تازه ویل سوي چې  زلمی خلیلزاد هم په دې غونډه کې ګډون کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د امریکا له لوري د مسکو جوړیدونکې غونډې لیږي ترڅو هلته د سولې اړوند خپل ګډون او دریځ روښانه کړي.

راتلوونکې پنج شنبې دا غونډه کنفرانس د روسیې په پلازمینه مسکو کې جوړیږي امریکايي چارواکو ویلي چې دا غونډه د سولې لپاره د نړیوالو هڅو یوه برخه ده او دا هم ویلای سي چې د دوی د اندېښنو ښکارندويي هم کوي.

ارګ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې امریکايي استازي زلمي خلیلزاد تیر مازیګر له ولسمشر غني سره دلیدنې پرمهال هغه ته د خپلو سفرونو مالومات وړاندې کړي او د افغان سولې پر راتلوونکو ږغیدلي دي.

د مسکو غونډه کې څوک ګډون کوي؟

په دې وروستیو کې د افغان سولې لپاره د مسکو او ترکیې غونډې خورا مهمې بلل سوې او تر اوسه پوري د افغان دولت او طالبانو له لوري د ګډون کوونکو پلاوو، د ټاکل کیدلو ویل سوي او ښايي د یو شمېر نورو سیمه ییزو هېوادونو پلاوي هم ګډون وکړي چې تازه د امریکا د سولې استازي زلمي خلیلزاد هم د مسکو په غونډه کې د ګډون خبره کړې، تراوسه پوري د مسکو د غونډې نور جزیات چې ایا د اوربند او جګړې دریدلو  لپاره به کوم ګټور اقدام ترسره سي څه نه دي ویل سوي خو تر ډیره بریده دې کنفرانسونو ته هیله سته ترڅو د افغان سولې د خبرو او یاهم جګړې دریدلو لپاره کوم اقدام ترسره سي.

په دې وروستیو کې د افغان دولت امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو له لوري هڅې پیل سوې ترڅو افغان شلنه اوسنۍ جګړه پای ته  ورسیږي او افغانان د ارام کولو ساه واخلي خو لاهم څرګنده نه ده چې  دا هڅې په کومه نتیجه ورکړي که نه خو هیلې ورته زیاتي دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.